د روسیې ولسمشربریالیتوب ته رسیدلی شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125666-د_روسیې_ولسمشربریالیتوب_ته_رسیدلی_شي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د لویدیځو حکومتونو په مقابل کښې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په قدرت اعتراف وکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 03, 2023 10:55 Asia/Kabul
  • د روسیې ولسمشربریالیتوب ته رسیدلی شي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د لویدیځو حکومتونو په مقابل کښې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په قدرت اعتراف وکړ.

جان بولټن نن د بریتانیا په« ټیلیګراف» ورځپاڼې کښې په یوې مقالې کښې اعتراف وکړ چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوس هم کولای شي د لویدیځو هیوادونو له کمزورتیا په استفادې سره بریالیتوب ته ورسیږي.

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن په دغه مقالې کښې ولیکل له اوکراین څخه د روسیې د پوځیانو وتل چې هره ورځ  ځنډیږي د لویدیځو هیوادونو کورني مشکلات هم زیاتیږي.

جان بولټن وویل که چیرې امریکا او انګلستان په راتلونکو دولسو میاشتو کښې له اوکراین سره مرسته ونکړي نو منفي پایلې به یې د اوسني جنګ  له ډګر څخه ورهاخوا احساس شي.

د امریکا دغه سیاستوال جان بولټن وویل له هغو پام وړ امتیازاتو سره سره چې د امریکا او د بریتانیا په شمول لویدیځو هیوادونو اوکراین ته ورکړي دي د دغه هیواد اقتصاد په ترتر ټولو بد حالت کښې دی.

هغه ټینګار وکړ امریکا او اروپايي هیوادونه د اوکراین د جنګ په هکله د کړچار اختلاف لري.

روسیې د اوکراین د جنګ له پیل څخه ویلي دي د اوکراین د غیر پوځي توب لپاره د امنیتي تضمینونو د ورکولو په بڼه کښې به دغه جنګ بند کړي.