بریطانوي شهزاده په «پوځي خیانت» تورن شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125908-بریطانوي_شهزاده_په_پوځي_خیانت_تورن_شو
شهزاده هیري له خپلې میرمنې میګن مارکل سره یوځاې په ۲۰۲۰ کال کښې له سلطنتي کورنۍ استعفا ورکړې او امریکې ته کډه شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2023 04:20 Asia/Kabul
  • بریطانوي شهزاده په «پوځي خیانت» تورن شو

شهزاده هیري له خپلې میرمنې میګن مارکل سره یوځاې په ۲۰۲۰ کال کښې له سلطنتي کورنۍ استعفا ورکړې او امریکې ته کډه شوی دی.

د بریطانیا د باچا کشر زوی چې په دې وروستیو کښې یې د دغه هیواد په پوځ کښې د خپل فعالیت په وختو کښې د ۲۵ طالبانو د وژلو ادعا کړې وه، په پوځي خیانت او په خطر کښې د انګریز پوځیانو د ژوند په اچولو تورن شو.

افغانستان کښې د بریطانوي ځواکونو پخواني قومندان ریچارډ کمپ د شهزاده هیري د دغو جنجالي څرګندونو په غبرګون کښې وویل چې طالبان د هغه له دغه «نه سنجول شویو» څرګندونو څخه ناوړه استفاده کوې شي.

هغه زیاته کړه: د هیري خبرې له طالبانو سره مرسته کوي چې خپله پروپاګنډا پياوړې کړې او د بریطانوي ښاریزو او ځواکونو خلاف عملیات ترسره کړي.

د ویلو ده چې شهزاده هیري له خپلې میرمنې میګن مارکل سره یوځاې په ۲۰۲۰ کال کښې له سلطنتي کورنۍ استعفا ورکړې او امریکې ته کډه شوی دی.