ملګروملتونو د طالبانو پرضد د غبرګون غوښتنه وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په افغانستان کښې د ملګروملتونو ځانګړي استازي میرمن« رزا اوتونبایوا» د ښځو او د انجلیو د اساسي حقوقو په زمینه کښې د طالبانو له تګلارو او سیاستونو سره د ملګروملتونو د امنیت شورا د مخالفت کولو او د غبرګون د ښودلو غوښتنه وکړه.
هغې د ملګروملتونو د امنیت شورا پټې غونډې ته ته په اشارې سره ټینګار وکړ په ښوونځیو کښې د انجلیو د زده کړې د بندیز او پوهنتونونو ته د ښځو د ورتلو د مخنیوي او د بشري دوستانه کارونو د ترسره کولو د بندیز په شمول د طالبانو فیصلې ټولې د انساني اساسي حقوقو سخته خلاف ورزۍ ده.
هغې خبریالانو ته وویل طالبانو په افغانستان باندې د واکمنیدا په لومړیو کښې د ښځو د رول په هکله متناقض ضمانتونه ورکړي وو.
په افغانستان کښې د ملګروملتونو ځانګړي استازي رزا اوتبایوا په غیر حکومتي موسسو یا نورو برخو کښې د افغانستان د ښځو په کارونو باندې بندیز ته په اشارې سره د دغو فیصلو په مقابل کښې د ملګروملتونو د امنیت شورا د اتحاد پرضرورت ټينګار وکړ.