امریکا او ناټو له روسیې سره په نیابتي جنګ بوخت دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i126294-امریکا_او_ناټو_له_روسیې_سره_په_نیابتي_جنګ_بوخت_دي
د کرویشیا ولسمشر په کاسووا جنګ او په ۱۹۹۹کال کې د پخوانۍ یوګوسلاویا په بمباریو کې د ناټو ګوت وهنو ته په اشارې سره ووئيل، دوي یوازې  له یوه جنګه بل جنګ ته مخه کوي،خو آیا مونږ باید احساس کړو ،چې د امریکا مریونه یوو.؟
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 16, 2023 12:42 Asia/Kabul
  • امریکا او ناټو له روسیې سره په نیابتي جنګ بوخت دي

د کرویشیا ولسمشر په کاسووا جنګ او په ۱۹۹۹کال کې د پخوانۍ یوګوسلاویا په بمباریو کې د ناټو ګوت وهنو ته په اشارې سره ووئيل، دوي یوازې  له یوه جنګه بل جنګ ته مخه کوي،خو آیا مونږ باید احساس کړو ،چې د امریکا مریونه یوو.؟

د کرویشیا ولسمشر  په یولړ څرګندونو کې  د روسیې په ضد د بندیزونو په بې اغیزې بللو سره ووئيل، امریکا او ناټو  په اوکراین کې د روسیې په ضدنیابتي جنګ ته داخل شوي  دي .

دروسیې له پولو سره نزدې  د لویدیځوالو په ورستیو خوځښتونو پسې ، د روسیې  ولسمشر ولادیمیر پوتین  د تیرکال د فرورۍپه ۲۴نیټه په دونباس کې د پوځي علمیاتو له پیلولو پرته بله چاره نه درلوده او خپل پوځي عملیات ئې پیل کړل چې په یوه ستر ناورین بدل شوي دي.اروپائي هیوادونو موقعې ته په پام سره د ماسکو اواوکراین ترمینځ د تاؤتریخوالي دکمولو یا ختمولوپه پخاي  دروسیې په ضد دبندیزونو  په اعمالولو  سره اوکراین ته د وسلو او مهماتو د لیږد اقداماتو ته مخه کړه، چې البته تر دې دمه ئې  داروپا اقتصاد او دا نرزۍ ستونزې  له پسې زیاتې کړي او  لویدیځي هیوادونه ئې له ډيرو چیلنجونو سره لاس او ګریوان کړي دي.

تاس خبری آژانس راپور ورکړی، د کرویشیا ولسمشر زوران میلانوویچ په یو خبری کنفرانس کې ددې خبرې په کولو سره چې د روسیې په ضد دبندیزونو په اعمالیدا کې هیڅ  منطق نه ښکاري، ووئيل،  دهیوادونو پروګرام باید  د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتینه د قدرت اختسل  او یا دبندزونو اعمالول نه وي، بندیزونه به هیڅ بریا ونه لري.

ملانوویچ ټينګار کړی، واشنګټن او ناټ،  در وسیې په ضد او د اوکراین په ملګرتیا سره  یوۀنیابتي جنګ ته مخه کړې ده، چې  د اروپا لپاره ډيرې خطرناکې پایلې لري.

د کرویشیا ولسمشر په کاسووا جنګ او په ۱۹۹۹کال کې د پخوانۍ یوګوسلاویا په بمباریو کې د ناټو ګوت وهنو ته په اشارې سره ووئيل، دوي یوازې  له یوه جنګه بل جنګ ته مخه کوي،خو آیا مونږ باید احساس کړو ،چې د امریکا مریونه یوو.؟

پر دې اساس تیره میاشت د کرویشیا پارلیمان د اوکراین له پوځ څځه په ملاتړ کې د اروپائي اتحاادئې ماموریت سره د کرویشیا د یو ځاي کیدا لپاره د حکومت وړاندیز رد کړ.د  کرویشیا ولسمشر  هم چې د دغه هیواد  د وسلوالو ځواکونو کمانډر انچیف هم حسابیږي، په دغې ملګرتیا سره چې  په کرویشیا کې د اوکراین د پوځ   روزنې ته پابند دی مخالف وکړ ا خبرداری ئې ورکړ، داروپائي اتحادئې په خاورې کې د اوکرایني پوځیانو ټرنینګ به په ځان پسې خطرناکې پایلې ولري. کرویشیا باید په دغه جنګ کې هیڅکله هم ګډون ونه کړي او  دغه وړاندیز داساسی قانون په اپوټه دی.