امریکا د اقتصادي او مالي ناورین په درشل کې ده
د امریکا د مالیې وزیرې خبرداری ورکړی چې د "اقتصادي او مالي ناورین" خطر به دغه هېواد له ګواښ سره مخ کړي.
امریکایي قانون جوړونکي لاهم ندي توانېدلي چې د حکومت د 31.4 ټریلیون ډالرو پور کچه لوړ ه کړي ترڅو خپل نور لګښتونه برابر کړي.
د ایرنا د راپور له مخې، د امریکا د مالیې وزیرې جینت ییلن د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که د کانګرس غړي د حکومت د پورونو د حد په زیاتولو موافقه ونه کړي، موږ باید په دغه هیواد کې د یوه «اقتصادي او مالي ناورین» تمه ولرو.
ییلن ټینګار وکړ چې د امریکا د کانګرس ټول غړي باید د پور حد د زیاتولو په اړه موافقه وکړي.
د امریکا د مالیې وزیرې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې که کانګرس د پورونو حد زیات نه کړي، د امریکا اقتصاد به له سقوط سره مخ شي.
د امریکا ملي پور په 2000 کې له 5.6 ټریلیون ډالرو څخه 31 ټریلیون ډالرو ته لوړ شوی.
داسې لاملونه لکه په عراق او افغانستان کې د جګړې لګښتونه، د کووېډ-۱۹ ناروغۍ اړوند پروګرامونه او د امریکا د مالیاتو د عوایدو کمول د متحده ایالاتو د پورونو د حد په لوړولو کې اغیزمن دي.