د تهران او ځينو نړیوالو ورخپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i128334-د_تهران_او_ځينو_نړیوالو_ورخپاڼو_ته_یوه_ځغلنده_کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په د ې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په پیل کې د تهران او ورپسې هم که وخت ؤ نو ځینو بهرنیو مطبوعاتو او خپرونو ته به هم یوه ځغلنده کتنه وکړو.هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
(last modified 2023-02-21T20:43:52+00:00 )
Feb 21, 2023 09:01 Asia/Kabul
  • د تهران او ځينو نړیوالو ورخپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په د ې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په پیل کې د تهران او ورپسې هم که وخت ؤ نو ځینو بهرنیو مطبوعاتو او خپرونو ته به هم یوه ځغلنده کتنه وکړو.هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د تهران چاپ   کیهان ورځپاڼې پخپل انټرنیټي سایټ کې نن لیکلي دي ،په تهران کې د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن نړیوالو سیالیو په دوهمه ورځ هم د ۸۲هیوادونو استازو شتون درلود او دځینو قاریانو او حافظانو ترمینځ د تلاؤت،ترتیل،حفظ او دغږ او لهجې په  نهائي سیالیوکې هم  ښاغلو او هم د آغلو په خپلو کې سره سیالۍ وکړې دغه  سیالۍ هماغه راز دوام لري.

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،د صهیونیسټ رژيم مشر اسحاق هرتزوگ خبرداری ورکړ،اسرائيل د دړې وړې کیدا په حال کې دي

 د شمالی کوریا درهبر قدرتمنې او نفوذ لرونکي خور کیم یو چونګ د پوځي مانورو د درولو لپاره امریکائي عسکرو ته خبرداری ورکړ او وې وئيل،  هیواد ئې آرام سمندر په یوې؛د اور لمبې بدلوی شي.

انټرسیټ خصوصي خبری سایټ  چې مرکز ئې په امریکا کې دی،د آب و هواد په نابودلو کې ئې  د عربستان د آرامکو شرکت او ګوګل  شرکت  له سپيرې  ملګرتیاڅخه پرده پورته کړه.

 د لبنان االاخبار ورځپاڼې په یوه راپور کې وئيلی دي ،زیاتره عرب هیوادونه  یمن ته د خپلو الوتونو  د بیرته پیلولو لپاره لیواله شوي دي.

فائنینشل ټایمز لیکلي دي ،لویدیځي  هیوادونو د میونیخ په امنیتي غونډې کې هڅه کړې څو جنوبی هیوادونه  پر  روسیې د دباؤ د اچولو لپاره له   ځان سره ملګري کړي ، خو په دغې سپیرې هڅې کې ناکامه شوي او دغه راز دغه  امنیتي غونډه هم  ناکامه شوې ده.

   داهم د تهران  چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انترنیټي سایټ کې ئې لیکلی دي،د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د اروپائي اتحادئې د بهرنی سیاست د کمیشن مسئول جوزف بورل ته په ډاګه  وئيلي دي ، اروپائی اتحادیه دې د امریکا دپخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ  په پلۀ پل نه ږدي  او خپله خپلواکي دې نندارې ته وړاندې کړي.

د ایران د خارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني   ووئيل،دایټمي انرژۍ نړیوال آژانس دې د صهیونیسټانو له  ادعاګانو پرته پخپلو حرفه وي دندو عمل وکړي.

دامریکا ولسمشر جوزف  بورل په یوه ناڅاپی سفر کې د اوکراین کي ایف ته تللی او ددغه هیواد له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره ون ټو ون لیده کاته کړي   او هڅه ئې کړې څو د اوکراین او روسیې د جنګ لمبې لا غرغنډه کړي.

د ایران د ایټمي انرژۍ دادارې ویندوي بهروز کمالوندي ووئيل ، تر دې دمه ئې  له شپیتو فیصدو  په زیاته اندازه یورانیم  نه دي پاخه کړي  او د بلومبرګ خپرونې پروپیګنډې د لویدیځوالو او صهیونیسټانو د ځينو غیر قانوني اقداماتو باندې د برغولی کیښودل  دي.

د ا یران د اسلامی  جمهوریت د پوځ مرستیال غږملونکي امیر البحر حبیب ا... سیاري په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د  آزاد سمندر په لیرې سیمو کې د ایران د پوځ  د سمندری ځواک شتون د ایران دم لت د اقتدار ځلا ده .

د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ لوړپوړو چارواکو د صهیونیسټانو کرغیړنو  اقداماتو ته خبرداری سره وئیلي دي،وحشي صهیونیسټان یوازې د زور او مقاومت په ژبه پوهیږي او غاښ ماتونکی ځوابه ورکړي.

 د افغانستان د خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې د پاکستان د خارجه وزیر په وروستیو څرګندونو باندې په غبرګون کې راغلی دي ، د پاکستان چارواکي دې په نړیوالو اورګانونو کې پر خپل ګاونډي له شکایت پرته  پخپلو کې سره خبرو  ته مخه کړي چې هم د دواړو هیوادونو او هم د سیمې د امنیت په ګټه دي.

داهم د   تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه ده چې پخپل  انټرنیټي سایت کې ئې نن لیکلي دي ،د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف د مجلس په  څرګندې غونډې کې پخپلو څرګندونو کې د ځينو حکومتي ادارو پر کړنو په نیوکو سره ووئیل،حق نه لرو،خپله کم کاري او ناغیړي د ولس د حماسی شتون تر شا پټه  کړو،باید  ولسی حکومت د ولس  د  مشکلاتو د حل لپاره کار وکړي.

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د بحرین د آل خلیفه رژيم په ضد ددغه هیواد انقلابي  ولس  د سیاسی  بندیانو په ملاتړ کې بیا اعتراضونو او مظاهرو ته مخه کړې او وئيلي ئې دي ، د سیاسی بندیانو تر خوشي کیدا پورې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

بغدادالیوم ورځپاڼې لیکلی د ي،د عراق او عربستان ترمینځ له څلویښتو کلونو وورسته د لومړي ځل لپاره یوه امنیتی موافقه لاس  شوې ده.

د شمالی کوریا په وروستي توغندوي آزموینو پسې د کوریا ټاپو وزې پر فضا د امریکا  دایټم بم وړونکو  الوتکو الوتونه کړي دي  چې د شمالی کوریا د لوړپوړو چارواکو سخت غبرګون ئې په ځان پسې درلودلی دی.

د میونیخ  د تش  په نامه امنیتي  غونډې کې  دځينو هیوادونو میرمنو خارجه وزیرانو طالبان یو ځل بیا د په افغانستان کې د میرمنو د حقوقو په خلاف ورزۍ تورن کړ ي او وئیلی  دي، که دطالبانو موقته حکومت د نړیوالې ټولنې له خوا د  رواوالی  په رسمیّت پيژندنې پسې وي،نو باید په دغه هیواد کې د میرمنو  او انجونو دحقوقو پشمول  دبشری حقوقو  خلاف ورزۍ ودروي او  سملاسي دې  د میرمنو پر کار او د انجونو پر زده کړو لګولي بندیزونه ختم کړي .

د امریکا پولیتیکو  خپرونې  لیکلي دي ،لویدیځي هیوادونه  د ختیځ او جنوب په جبهو کې له روسیې سره په  جنګ  کې  د اوکراین په ماتې سخت سربداله او اندیښمن شوي دي  او له اوکراین څخه ئې غوښتي دي ،له دې مخکې  چې دغه هیواد ته د لویدیځوالو د  وسلو لیږد کم شي، د روسیې پوځيانو په ضد دې  خپلې حملې زیاتې کړي.

د امریکایوه سناتور برني سنډرد صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو او دهغه کابینه  توکمپاله بللې  چې  د فلسطین د ملت په سپکاویو سره هڅه کوي ،خپل  افراطي سیاستونه پر مخ بوځي

په پاکستان کې د انتخاباتو د ترسره کیدا په باب ددغه هیواد د ولسمشر عارف علوي فرمان په سیاسی ډګر کې یو جنجال راپور ته کړی دی ، حکومتي وزیران وائي چې  ولسمشر د ا نتخاباتو دترسره کیدا په باب  دکوم فرمان د صادرولو قدرت نه لري ،ځّکه  دا کار د  انتخاباتي کمیشن په غاړه دی.

  اوس هم راګرځو ځینو هغو نړیوالو ورځپاڼو ته چې دافغانستان د وروستیو بدلونونو په باب ئې لیکنې کړي دي  او مونږ هم  انټرنیټه راخستي او له تاسو سره ئې شریکې کوو،البته باید ووایو چې  دغه  لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي.

ګڼونړیوالو  ورځپاڼو او رسنیو د افغانستان او پاکستان ترمینځ په تورخم کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمینځ د نښتې او د تورخم لارې د بندېدو په اړه لیکنې خپرې کړي دي.

     د برېتانیا مېل ورځپاڼې د دوشنبې د ورځې په ګڼه کې دا د دوو خواؤ  ترمینځ پر  ډیورنډ کرښه د هغو نښتو په دوام کې بللې چې هر څه موده وروسته کېږي.

خو ورځپاڼه وايي چې، د دوشنبې د ورځې نښته یوه ورځ وروسته له دې پیل شوې چې د طالبانو حکومت د تورخم لار بنده کړه او پر اسلام اباد یې تور پورې کړ چې پر خپلو ژمنو عمل نه‌کوي.

ځینو ورځپاڼو د پاکستانيو مطبوعاتو په قول لیکلي چې، طالبانو وروسته له‌دې د تورخم لاره بنده کړه،چې پاکستاني پوله ساتو یوه افغان ته، چې ناروغ یې پاکستان ته بېولو، اجازه ورنه کړه چې له تورخمه پورې‌وځي.

ورځپاڼې د پاکستان او طالبانو ترمینځ اختلافاتو ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي چې، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي یا پاکستاني طالبانو بریدونه زیات شوي او پاکستان ادعا کوي چې، افغان طالبانو پاکستاني طالبانو ته پناه ورکړې ده خو افغان طالبان دا ادعا ردوي او وايي، په پاکستان کې دا ډول بریدونه د دوی تر حکومت مخکې هم کېدل.

     میډل ایست مانیتور خپرونې لیکلي، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخند په مشرۍ د اقتصادي کمېشن په غونډه کې پرېکړه شوې چې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت دې په تدریجې ډول له بهرنیو ځواکونو پاتې شوې پوځي اډې ترلاسه او هغه دې پر ځانګړو اقتصادي زونونو بدلې کړي.

پر دغو پوځي اډو په سلګونو میلیون ډالر لګېدلي چې یوه بېلګه یې د کابل په شمال کې د بګرام اډه ده چې، په افغانستان کې د امریکا د شل کلن پوځي شتون  په موده کې تر ټولو لویه اډه بلل کېده.

        عرب نیوز ورځپاڼې هم لیکلي،طالبان هڅه کوي په افغانستان کې د اومیندوارۍ د مخنیوي د وسایلو او درملود خرڅلاو مخه ونیسي.

ورځپاڼې لیکلي، طالبانو په کابل او مزارشریف ښارونو کې روغتیايي کارکوونکو او درملتونونو ته خبرداری ورکړی چې د امیندوارۍ ضد درمل او وسایل ونه پلوري.

خو طالبان دا راپور نه تاییدوي او وايي چې، درملتونونو ته یې ویلي چې د ډاکتر له نسخې پرته دا ډول درمل ونه پلوري.