دحضرت امام سجاد(ع) دنیکمرغه زوکړې کلیزه دې پرټولومبارک وي
Feb 26, 2023 05:41 Asia/Kabul
امام زین العابدین علیه السلام د ۳۸ هجري قمري کال د شعبان د میاشتې په پنځمه نیته په مدینه منوره کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې.
د امام سجاد علیه السلام بزرګواره پلار، دریم معصوم امام حضرت امام حسین علیه السلام دی.
امام سجاد علیه السلام په ټولو څرګندو انساني صفاتو او اخلاق او فضیلت کښې د کمال په حد کښې و.
هغه حضرت د خپلې زمانې ترټولو لوړ، ترټولو پرهیزګار، ترټولو زیات زغم لرونکی او ترټولو زیات محترم و او ډیره فصیح ژبه او کریمه اخلاق یې درلودل.
دوي له خلکو سره ډیر مهربان و او اړمنو او بې وزله کسانو ته ډیر وربخښونکی و.
مونږ هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا د د رسول الله مبارک د پاکې کورنۍ مینه والو ته په دې موقع مبارکي وایو.