ملګروملتونو د اسرائیلو د مالیې وزیر څرګندونې وغندلې
زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند اسټیفان ډوجاریک د نابلس د جنوب د حواره کلي د له مینځه وړلو په هکله د صهیونیسټ رژيم د مالیې وزیر وروستۍ څرګندونې وغندلې.
د صهیونیسټ رژيم د مالیې وزیر اسموتریچ وویل د روان میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په شپږویشتمه نیټه د نابلس په جنوب کښې په حواره سیمه کښې د فلسطینیانو پرضد د ښارګي میشته یهودیانو د پراخو حملو ملاتړ کوي او په دغه سیمه کښې د قومي پاکونې غوښتنه یې کړي ده.
د نیواکي فلسطین د لویدیځې غاړې په شمال کښې په نابلس سیمې باندې د فرورۍ د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه د صهیونیسټ رژیم د پوځ په یرغل کښې یولس فلسطینیان شهیدان او یوسل دوه نور ژوبل شوي وو کوم چې د تاوتریخوالو د بیا رامینځته کیدا سبب شوي وو.
د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال اسټیفان ډوجاریک د نابلس په جنوب کښې د حواره کلي د له مینځه وړلو په هکله د صهیونیسټ رژیم د مالیې د وزیر اسموتریچ د څرګندونو په غندلو سره وویل دغه څرګندونې تاوتریخوالي رامینځته کونکي، لسمونکي او د نه منلو وړ دي او هغه د ملګروملتونو له پریکړه لیکونو سره په ټکر کښې دي.
له دې مخکې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو لومړي وزیر محمد اشتیه په تیرې چهارشنبې ورځ په یوې بیانیې کښې په نابلس کښې د حواره کلي د له مینځه وړلو په هکله د صهیونیسټ رژیم د مالیې وزیر اسموتریچ څرګندونې ترهګرې او توکمپاله بللي وې.