د امریکا د ولسمشر بهرنی سیاست لیونتوب دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا یوه مشهور خبریال د ولسمشر جوبایډن بهرنی سیاست بشپړه حماقت وباله.
د امریکا خبریال سیمور هرش ټینګار وکړ چې د امریکا سلطه نور کار نه کوي.
د امریکا مشهور خبریال سمور هرش چې مخکې یې په خپلو تحقیقاتو کښې د نورډ سټریم دوه په نوم د ګازو په نل لیکې کښې د ورانکارۍ پیښې عامل د ولسمشر جوبایډن حکومت بللی و وویل د ګازو د دغه نل لیکې چاودول چې جرمني له روسیې سره وصلوي د امریکا او د ناروې حکومتونو ترسره کړی و چې دا په تیرو کلونو کښې د واشنګټن تر ټولو احمقانه فیصله ده.
د امریکا دغه مشهور خبریال سیمور هرش زیاته کړه واشنګټن او اروپايي هیوادونو تراوسه د اوکراین د جنګ لپاره یوسل دیارلس میلیارډه ډالره پانګونې کړي دي نو ځکه خو د نورډ سټریم دوه په نوم د ګازو په نل لیکې کښې د بم چاودنې یوازنی تورن هیواد امریکا دی.
د امریکا دغه خبریال ټینګار وکړ روسیې د اوکراین د جنګ له پیل راهسې زیات دوستان پیدا کړي دي.