له نشه ایزو موادو سره د مبارزې په لړ کښې
د ایران او ملګرو ملتو ترمینځ پنځه کلن سند لاسلیک شو
د ایران له نشه ایزو موادو سره د مبارزې د کمیټې عمومي منشي او د ملګرو ملتو له نشه ایزو توکو او جرمونو سره د مقابلې د دفتر اجرايي مدیر له نشه ایزو توکو سره د مبارزې په لړ کښې د ملګرتیا پنځه کلن سند لاسلیک کړ.
د ایران پریس د خبر له مخې د ایران او ملګرو ملتو د ملګرتیا پنځه کلن سند پرون مازیګر په ویانا کښې د اسکندر مؤمني او میرمن غدا والي ترمینځ لاسلیک شو.
د ایران له نشه ایزو موادو سره د مبارزې د کمیټې عمومي منشي له ملګرو ملتو سره دغه لاسلیک شوی سند د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره ډیره مهمه بریا وبلله.
هغه د ملګرتیا د دغه سند د جزئیاتو په هکله وویل چې ټولو له نشه ایزو موادو سره د مبارزې په مختلفو برخو کښې د ایران په ټاکونکي او اغیزناک رول باندې ټینګار درلود او د ملګرو ملتو له خوا هم د پنځه کلن سند د لاسلیکولو لپاره ګڼې تعقیبونې وشوې.
له نشه ایزو موادو سره د ایران د مبارزې د کمیټې عمومي منشي څرګنده کړه: په پنځه کلن سند کښې له نشه ایزو موادو سره د مقابلې، د تقاضا د کمي، درملنې او توانمن سازۍ په څلورو برخو کښې موافقه شوې ده.
مؤمني ټینګار وکړ چې له ملګرو ملتو سره د ایران د ملګرتیا په پنځه کلن سند کښې له نشه ایزو موادو سره د نړیوالې مبارزې په اوله لیکه کښې د پروت هیواد په توګه د ایران د غوښتنو لحاظ شوی دی او دغه نړیوال ارګان ژمنه وکړه چې په دې لړ کښې به له ایران سره ضروري مرسته او ملګرتیاوې ولري.