لویدیځ د زلنسکي په ملتیا دریم نړیوال جنګ پیل کړی
-
فایل فوټو
د سوریې ولسمشر په دې خبرې سره چې د یوکرین له ختیځ او سویل څخه په روسیې کښې شامل شوې څلور سیمې د دغه هیواد تاریخي برخې دي، وویل: لویدیځ د یوکرین د ولسمشر په مرستې سره، دریم نړیوال جنګ پیل کړی دی.
بشارالاسد چې د روسیې له چارواکو سره د لیدوکتو په موخه ماسکو ته تلی دی، له «ریانوویستې» چینل سره په مرکه کښې یې څرګنده کړه: دونتسک، لوهانسِک، خرسون و زاپروژیا د روسیې تاریخي سیمې دي حتی که جنګ هم نه وی شوی.
اسد په دې خبرې سره چې د سوریې حکومت دغه سیمې حتی په روسیې کښې له شاملیدو مخکښې هم د خپلې خاورې برخه ګڼلې، څرګنده کړه: دا دریځ په تاریخي حقیقتونو ولاړ دی.
د سوریې ولسمشر په دې خبرې سره چې د امریکې په مشرۍ لویدیځو هیوادونو په یوکرین کښې دریم نړیوال جنګ پیل کړی دی، څرګنده کړه: مخکښې نړیوال جنګونه په دودیزه بڼه وو او د څو هیوادونو پوځونه به د څو نورو هیوادونو خلاف جنګیدل خو اوس د ماډرن وسلو په تیره بیا د ایټمي وسلو د شتون په وجه، له دودیز جنګه یو ساتونکی ځواک موجود دی، په دې وجه جنګونه د نیابتي جنګونو په لور روان دي.
د سوریې ولسمشر هم داشان وویل: د یوکرین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي اوس د لویدیځ په استازیتوب جنګیږي، لکه څنګه چې ترهګر هغه پوځونه دي چې د لویدیځ په استازیتوب په سوریې او نورو سیمو کښې فعالیت کوي.