فنلنډ افغان ښځو او نجونو ته پناه ورکوي
Mar 24, 2023 07:45 Asia/Kabul
د فنلنډ د کډوالو اداره وايي چې په خپلو مقرراتو کې د بدلون په راوستلو سره ټولو هغو افغان ښځو او نجونو ته پناه ورکوي، چې دغه هېواد ته یې مهاجرت کړی دی.
دې ادارې پرون وویل، د هغو افغان ښځو او نجونو په اړه، چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي وو، خپله پرېکړه بېرته اخلي، ځکه چې د افغانستان امنیتي وضعیت د ښځو لپاره ثبات نهلري.
د فنلنډ د کډوالۍ ادارې له خبرپاڼې سره سم، دا نوي اعلان شوي مقررات لنډمهاله دي، خو د دې لپاره چې په افغانستان کې حالات خراب دي، چارواکو پرېکړه کړې چې ټولو افغان نجونو او ښځو ته، چې مخکې یې غوښتنلیکونه رد شوي دي، مثبت ځواب ورکړي.
د فنلنډ د کډوالو د ادارې ځانګړې سلاکارې لاورا سومینین وویل، د ۲۰۲۱ کال د جولای له ۹مې راوروسته د هېڅ افغان د بېرته ستنولو پرېکړه نهده شوې.
ټیګونه