ډیرې هیوادونه د امریکا له ګواښ سره مخ دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دې خبرې سره چې نن سبا هیڅوک د امریکا او په ناټو کښې د واشنګټن د متحدو هیوادونو له غلیمانه حملو څخه خوندي نه دي وویل دمګرۍ په روسیې سربیره ډیرې هیوادونه له ګواښ او کلنګ اخیستلو سره مخ دي.
د روسیې خارجه وزیر لاوروف په یوې مقالې کښې چې په رازودچیک» مجلې کښې خپره شوه وویل په اوکراین او د هغه ګیر چاپیر هیوادونو کښې اوسنی حالت د یوه پراخ جنګ بیلګه ده چې پکښې یوشمیر کوچنی اروپايي هیوادونه هڅه کوي په نړۍ باندې سلطه ومومي.
هغه وویل امریکا او د هغې ملاتړي هیوادونه هڅه کوي د تر ټولو بدو استعماري دودونو په اعمالولو سره نړۍ په ډیموکراټیکو او ظالمو رژیمونو باندې وویشي.
لاوروف دغه راز د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست په مسوول جوزپ بورل چې ویلي یې اروپا یو باغ دی او نوره نړۍ ځنګل هم نیوکه وکړه.