په امریکا کې یوې مېرمنې شپږ کسان وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i130222-په_امریکا_کې_یوې_مېرمنې_شپږ_کسان_وژلي
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، تېره ورځ د امریکا د تېنسي ایالت د «نشویل» ښار په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله شپږ کسان وژل شوي چې درې ماشومان هم پکې شامل دي.
(last modified 2023-03-28T03:11:52+00:00 )
Mar 28, 2023 07:38 Asia/Kabul
  • په امریکا کې یوې مېرمنې شپږ کسان وژلي

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، تېره ورځ د امریکا د تېنسي ایالت د «نشویل» ښار په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله شپږ کسان وژل شوي چې درې ماشومان هم پکې شامل دي.

ځايي پولیسو ویلي چې ډزې د « اودري هیل» په نوم یوې ۲۸ کلنې مېرمنې کړې، چې وروسته دا هم له پولیسو سره په نښته کې وژل شوې.

تراوسه د یادې پېښې لامل معلوم نه دی.

په دې پېښه کې د یو شمېر کسانو د ټپي کېدو خبرونه هم ورکړل شوي، خو دقیق شمېر یې معلوم نه دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تر دې پېښې وروسته، یو وار بیا د وسله وال تاوتریخوالي مخنیوي لپاره د لا ډېرو ګامونونو غوښتنه کړې.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۳ میلادي کال په تېرو درېیو میاشتو کې په امریکا کې د وسله والو بریدونو ۱۲۹پېښې ثبت شوې دي.