په اوکراین کښې د روسیې پوځي عملیات اړین وو
زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې د فیډراسیون شورا مشرې میرمن والنتینا ماتوینکو ټينګار وکړ په اوکراین کښې د ماسکو پوځي عملیات ضروري وو.
هغې وویل که چیرې روسیې په اوکراین کښې پوځي عملیات نه ترسره کولای نو ماسکو له سختو پایلو سره مخامخ کیده.
د روسیې د فیډراسیون شورا مشرې والنتینا ماتوینکو وویل د فرانسې پخواني ولسمشر فرانسوا اولانډ او د جرمني پخوانۍ صدراعظمي انګلا مرکله اته کاله روسیې ته دوکه ورکړه او د مینسک موافقو ته د خپلو ژمنو خبره یې کوله په داسې حال کښې چې اوکراین هیواد یې د جنګ لپاره چمتو کاوه او د اوکراین ځواکونو ته یې وسلې ورکولې.
امریکا له فرانسې ، انګلستان ، جرمني او نورو اروپايي هیوادونو سره یوځاې د اوکراین جنګ ته خپل په زرګونو پوځيان او دغه راز له بیلابیلو هیوادونو ټروریسټان استولي دي چې هلته د روسیې د پوځيانو پرضد وجنګیږي.
امریکا کوشش کوي چې د اوکراین جنګ اوږد کړي او دغه راز روسیه نور هم کمزوري کړي.