د هیندارې ځانګړې خپرونه دلته اوریدلای شئ
(last modified Mon, 17 Apr 2023 05:44:05 GMT )
Apr 17, 2023 10:14 Asia/Kabul

د افغانستان په تړاو د اپریل په ۱۳مه د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون ازبکستان کې دوه ورځنۍ غونډې په اړه د تهران راډیو د هیندارې ځآنګړې خپرونه میلمانه: د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل او د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنوونکی استاد فیض ځلاند. کوربه: عطاءالله خوږیاڼی

د افغانستان په تړاو د اپریل په ۱۳مه د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون ازبکستان کې دوه ورځنۍ غونډه وشوه.

هغه څه چې په دې غونډه کې نوي وو، په لومړي ځل د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ګډون او د دې غونډې په څنډه کې د بېلا بېلو بهرنیو چارو وزیرانو سره لیده کاته او خبرې وې.

د یادې غونډې په پای کې د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له لورې یوه ګډه اعلامیه خپره شوه، چې په کې د افغانستان د سرپرست حکومت څخه د ټولګډونه حکومت جوړیدو، افغانستان کې د ترهګرۍ د زیږیدو په اړه د ګاونډیو هېوادونو اندېښنه، میرمنو، ماشومانو او نورو ته بشري حقونو ورکړه او یو شمېر نورو موضوعاتو ته په کې اشاره شوې وه.

خو د افغانستان د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي یادو غوښتنو ته په غبرګون کې ویلي، د حکومت د څرنګوالي موضوع کورنی بحث دی او افغانستان څخه د سیمې هېوادونو ته هېڅ ډول ګواښ نه دی پېښ.

نوموړي زیاته کړې : «نظام چې هېواد کې جوړ شوی د ټولو قومونو استازیتوب کوي او د خلکو ملاتړ لري. دا د افغانستان کورنۍ موضوع ده. د یوه ټول‌ګډونه نظام بېلګه چې  وي، موږ ته دې راوښايي، څو پوه شو چې د ټول‌ګډونه مفهوم څه دی. افغانستان کې سوله، ثبات او امنیت ټينګ دی. هېچا ته ګواښ نه دی پېښ او نه څوک په دې اړه شواهد او اسناد وړاندې کولای شي.»

دا په داسې مهال دی چې د روسیې په ګډون، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو پاکستان، چین، ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ازبکستان له غونډې وروسته یوه ګډه خبرپاڼه کې چې د ایران بهرنیو چارو وزارت خپره کړې، افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر ګواښ اندېښنه ښودل شوې ده.

په خبرپاڼه کې اسلامي امارت څخه غوښتل شوي چې د ټولو قومي ډلو، ښځو او ماشومانو د حقونو په ګډون، د افغانانو بنسټیزو بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د خبرپاڼې یوې برخه کې راغلي: «د غونډې ګډونوال له امنیتي ګواښونو او د مخدره توکو له قاچاق څخه د پاک هېواد په توګه د افغانستان په پرمختګ ټینګار کوي.

افغانستان کې د داسې ټول‌شموله حکومت د جوړولو غوښتونکي دي چې د ټولو افغانانو ګټې په کې وي.

د داعش، القاعده، د ترکستان اسلامي جنبش، د پاکستان طالبانو تحریک او د بلوڅانو ازادي غوښتونکو په څېر افغانستان کې مېشت نور تروریستي سازمانونه، ورو ورو د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره په ګواښ بدلېدونکي دي.»

خو سوال دا دی چې د سیمې او نړۍ هېوادونه په وار وار په اعلامیه کې خپرې شوې اندېښنې شریکوي، خو د طالبانو حکومت د امنیتي برخې ډآډ ترڅنګ په نورو برخو کې د دوی له لورې په افغانستان کې لاسوهنه بولي، د تهران راډیو هینداره خپرونه کې هم د ازبکستان سمرقند غونډه باندې بحث کو.

په بحث کې را سره د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل، د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنوونکی استاد فیض ځلاند میلمانه دي، هیله ده، خپرونه را سره تر پایه واورئ.

 

ټیګونه