جان ایف کینیډي د جوبایډن سیال کاندید شوی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د پخواني ټرور شوي ولسمشر جان ایف کینیډي وراره «رابرټ ایف کینیډي جونیر» د ډیموکراټ ګوند دننه د دغه هیواد د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره د اوسني ولسمشر جوبایډن سیال شو.
د سافولک پوهنتون او د یو ایس ای ټوډې ورځپاڼې نوي نظرسنجې وايي چې د امریکا د ډیموکراټ ګوند کاندید رابرټ ایف کینیډي جونیر د خپل انتخاباتي کمپاین په لومړۍ مرحلې کښې توانیدلی دی اوسني ولسمشر بایډن ته زیات رایې ورکونکي ځان ته جلب کړي او د هغوې ملاتړ لاس ته راوړي.
په دغه نظر سنجې کښې په دوه زره شلم میلادي کال کښې جوبایډن ته څوارلس فیصده رایو ورکونکو د جان ایف کینیډي جونیر ملاتړ وکړ په داسې حال کښې چې د ډیموکراټ ګوند بل کاندید ماریان ویلیامسون توانیدلی دی د جوبایډن د پینځه فیصده ملاتړو حمایت ځان ته جلب کړي.