د سون توکو بیو پرتګالیان لاریونونو ته اړ کړل
Sep 26, 2026 14:10 Asia/Kabul
په پرتګال کې د سون توکو د بیو له چټک لوړوالي وروسته سلګونه لارۍ چلوونکي، موټرچلوونکي او مسافر لاریونونو ته راوتلي دي.
لاریون کوونکو د سون توکو د بیو د لوړوالي له امله د رامنځته شوي مالي فشار د کمېدو غوښتنه کړې ده.
د راپور له مخې، د سون توکو بیې په دغه اروپايي هېواد کې په بېسارې توګه لوړې شوې دي.
دغه زیاتوالی د موټرچلوونکو او نورو خلکو د اعتراضونو لامل شوی دی.