افغانستان کې ترهګرې افراطي ډلې ګاونډیان ګواښوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i132040-افغانستان_کې_ترهګرې_افراطي_ډلې_ګاونډیان_ګواښوي
د روسیې دفاع وزیر ویلي چې افغانستان کې شته افراطي ډلو په ګاونډیو هېوادونو کې خپلو فعالیتونو کې زیاتوالی راوستلی دی.
(last modified 2023-04-28T20:20:48+00:00 )
Apr 29, 2023 00:48 Asia/Kabul
  • افغانستان کې ترهګرې افراطي ډلې ګاونډیان ګواښوي

د روسیې دفاع وزیر ویلي چې افغانستان کې شته افراطي ډلو په ګاونډیو هېوادونو کې خپلو فعالیتونو کې زیاتوالی راوستلی دی.

د سپوتنیک خبري آژانس د راپور پربنسټ، د روسیې دفاع وزیر (سرګي شویګو) یادې څرګندونې پرون جمعه د غوايي په ۸مه، په نوې دهلي کې، د شانګهای د همکاریو سازمان دفاع وزیرانو په ناسته کې کړي دي.

نوموړي ویلي دي: «د مرکزي آسیا د سیمې وضعیت د ګواښ په لوري روان دی. هم‌مهاله اصلي ګواښ د هغو افراطي ډلو له لوري چې په افغانستان کې راټولې دي، ګاونډیو هېوادونو ته متوجه دی.»

د نوموړي په خبره، په دې کې شک نشته چې بېلابېل نړیوال ترهګریز سازمانونه او د بانډونو نفوذ؛ لکه داعش، القاعده، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ چې ټول د روسیې په فدراسیون کې ممنوع دي، د زیاتوالي په حال کې دي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی چې په دې برخه کې باید جدي پاملرنه وشي.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د نړۍ هېوادونو تل په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د شتون په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.

طالبانو بیا ویلي چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر وړاندې ناوړه ګټه وانخیستل شي.