طالبان د دوحې غونډې ته نه دي بلل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i132062-طالبان_د_دوحې_غونډې_ته_نه_دي_بلل_شوې
ملګرو ملتو طالبانو ته د دوحې په غونډه کښې د ګډون بلنه نه ده ورکړې
(last modified 2023-04-29T03:33:33+00:00 )
Apr 29, 2023 07:59 Asia/Kabul
  • طالبان د دوحې غونډې ته نه دي بلل شوې

ملګرو ملتو طالبانو ته د دوحې په غونډه کښې د ګډون بلنه نه ده ورکړې

ټاکل شوې چې د مۍ د میاشتې په اوله نیټه د افغانستان ځینو پرګنو د استازو په شتون سره د قطر په دوحه کښې یوه غونډه ترسره شي. تر څو ورځې مخکښې پورې ګمان کیده چې په دغې غونډه کښې په رسمیت د طالبانو د موقته حکومت په پيژندل کیدو غور وشي خو رپورټونه وايي چې طالبانو ته په دغې غونډې کښې د ګډون لپاره له سره بلنه نه ده ورکړې شوې.

د شفقنا خبري آزانس د خبر له مخې ملګرو ملتو د دوحې په غونډه کښې چې د ملګرو ملتو د سرمنشي انتونیو ګوترش او د افغانستان لپاره د ځینو هیوادونو د ځانګړو استازو په شتون سره ترسره کیدونکې ده، د برخه اخیستو بلنه نه ده ورکړې.

د ملګرو ملتو ویاند سټیفن دوجاریک پرون د دغه خبر د خپریدو په لړ کښې وویل: سرمنشي طالب چارواکو ته هیڅ بلن لیک نه دی لیږلی.

دا په داسې حال کښې دي چې د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیالې آمنه محمد څو ورځې مخکښې د دوحې په غونډه کښې د طالبانو د ادارې په رسمیت د پيژندل کیدو احتمال مطرح کړی و.

د دوحې غونډه به د راتلونکې دوشنبې او سه شنبې په ورځو ترسره شي.