دعربستان په وړاندې د امریکا سیاست ناکام شوی دی
(last modified Wed, 03 May 2023 00:52:30 GMT )
May 03, 2023 05:22 Asia/Kabul
  • دعربستان په وړاندې د امریکا سیاست ناکام شوی دی

د امریکا نیشنل انټرسیټ خپرونې  دتهران او ریاض داړیکو نزدیکیدا ته په اشارې سره لیکلي دي ، دعربستان په وړاندې د واشنګټن سیاستون وبشپړ ماته خوړلې ده .

عربستان دتیلو دترټولو لوي تولیدونکي  هیواد په توګه  د اپریل په دریمه نیټه  د  اوپیک پلاس  د وزیرانو له نظارتي ناستې یوه ورځ مخکې په ناڅاپي توګه  اعلان وکړ، پخپله خوښه  دتیلو تولید  به له مئ میاشتې رانیولې د کال تر وروستیو پورې  کم کړي.

په ټول کې د عربستان،عراق،امارات، کویت، قزاقستان،الجزایر، عمان او روسیې پشمول د اوپک پلاس  نهو هیوادونو  فیصله کړې چې دتیلو تولید کم کړي.

 فارس خبری آژانس رآپور ورکړ،  دامریکا نیشنل انټرسیټ  خپرونې ؛ په سعودي عربستان کې   دامریکا ماته خوړلي سیاست په عنوان سره  په یوه تحلیل کې  لیکلی  دي ، د امنیت د تامینولو په وړاندې د تیلو د ترلاسه کولو پر اصل مشتمل  د عربستان په باب د امریکا سیاست ناکام شوی دی.

دغه راپور  له دغې مقدمې  وروسته  په دوام کې لیکلی دي، په ۱۹۹۰کال کې د فارس خلیج  د جینګ له پیلیدا څخه   امریکا ددغاو ملزوماتو د پوره کیدا لپاره عربستان ته سترګې نیولې دي ، سعودیانو  دمیلمستیا ، دوستۍ او په مناسب بیّې سره د تیلو د وړاندې کولوپه بدل کې  د امریکا ساتنه او وسلې ترلاسه کړې  چې د هغو په عامیانه اصطلاح کې د  امنیت لپاره تیل  نوموي.  د غې خپرونې  په دغو توضیحاتو سره لیکلي دي د امریکا او عربستان ترمینځ اړیکه  کابو تر دونیمو لسیزو پورې تل پاتې او یو شان وه .  په عین حلا کې  په سیمې کې  د خپلو لاسوهنو  په ختمولو سره  امریکا، نوره لازیاتو  اډو ته ضرورت نه لري، او یوازینی شی چې  دریاض او  واشنګټن ترمینځ  مشارکت ژوندی ساتي ، دعربستان دتیلو پراخې زیرمې او په اوپک  کې ددغه  هیواد مشري ده  او داپه داسې حال کې دي چې  دتیلو په زمینې کې دعربستان سیاست د متحده ایالاتو له ګټو سره په توپیر کې دی.