اوکراین په بې پیلوټو الوتکو سره په پوټین برید کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i132304-اوکراین_په_بې_پیلوټو_الوتکو_سره_په_پوټین_برید_کړی
د روسیې د ولسمشر ویاند د کرملین په ولسمشریزې ماڼۍ باندې د اوکراین له لورې د بې پیلوټو الوتکو د برید خبر ورکړی دی.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
May 03, 2023 13:13 Asia/Kabul
  • اوکراین په بې پیلوټو الوتکو سره په پوټین برید کړی

د روسیې د ولسمشر ویاند د کرملین په ولسمشریزې ماڼۍ باندې د اوکراین له لورې د بې پیلوټو الوتکو د برید خبر ورکړی دی.

د فارس له راپور سره سم، د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پسکوف په کرملین باندې د اوکراین د بې پیلوټو الوتکو د برید په هکله د خبر په ورکولو سره، اعلان وکړ چي د برید هدف د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین و.

هغه ټینګار کړی چي د روسیې حکومت د اوکراین د دغه اقدام په وړاندې د غبرګون پوره حق لري.

د پسکوف په وېنا دغه برید د دوو بې پیلوټو الوتکو په وسیله تر سره شوی چي کرملین ته له رسېدو مخکې  د روسیې د دفع هوا له خوا نسکوره شوي دي.

د پوټین ویاند د اوکراین دا برید ترهګریز بللی او د غچ د اخیستلو ژمنه یې کړې ده او د هغه په وېنا د برید پر مهال د روسیې ولسمشر په کرملین کې نه وو.

یو شمېر ناتائید شوي راپورنه وایي چي برید په کرملین نه بلکې د پوټین په کور باندې شوی چي د روسیې د پارلمان سره په څنګ کې واقع شوی دی.