May 06, 2023 13:13 Asia/Kabul
  • د بې نقابه امریکا د تیرې اونۍ بدلونونه

د تهران د پښتوخپرونې خوږو مینه والو په دې شیبوکې د بې نقابه امریکانومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې دی،په پیل کې در ته په تیرې اونۍکې ددغه هیواد د ځينو مهمو بدلونونویوه لنډه شان خلاصه او ورپسې  یوه تحلیلي برخه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو،هیله ده د استفادې وړ مووګرځي.

*/*/*/*/

د امریکا د حکومت ددیوالیه کیدا په باب  دخزانې  چارو وزارت خبرداری

*/*/*/

په امریکا کې د زریزې نسل ستونزمن ژوند،

*/*/*/

له چین سره  له   ډغرې  د واشنګټن د ډډه کولو ادعا

*/*/*/

او د امریکا په پوځ کې دجنسي تیریو زیاتیدا ،په تیرې اونۍ کې د امریکا ځيني مهمې پيښې وې ،نو اوس مو هم رابولوو،دځینو موردونو په باب دتحلیلي برخې لیدو ته

   د امریکا د خزانې چارو وزیرې جنت یلن د کانګرس مشرکویّن مک کارتي ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی چې د مالیاتي عایداتو دیوې برخې  نه وصولیدا ته په پام سره ممکنه ده فیډرل حکومت تر یوې راتلونکی میاشت(د جون تر لومړۍ) د خبل پورې خپل پورونه ورنه کړئ شي او دیوالیه شي . هغې ټينګار وکړ، د مالیاتي عایداتو د اخستو په باب شته اطلاعات ، دغه وزارت دې ته اړباسي چې د پورونو د ورکولو  له تاریخه خپل اټکل تر یوه حده وړاندې  کړي. د خزاې چارو وزیرې  په دغه لیک کې له کانګرسه غوښتي دي،ددغه شان وضعیّت د رامینځةکیدا دمخنیوي لپاره دې له دغه تاریخه مخکې د حکومت د پورا ندازه زیاته کړي او یا   ئې اجرا وځنډوي.یّلن له دې مخکې یعني د اپریل په ۲۵ هم خبرداری ورکړی ؤ چې د امریکا دحکومت د پور د  اندازې په زیاتولو کې د کانګرس ماته او  له امله ئې دیوالیه کیدا یوه ستره اقتصادي  غمیزه په ځان پسې درلودلی  شي او د هستونې د پور ، د ګاډو د پور او د کریډيټ کارډونو د ګټو د زیاتیدا او د کارکسب د له مینځه تلو سبب به شي.جانت یّلن دغه راز ووئيل،د امریکا د حکومت د  ۳۱.۴  ټریلیّن ډالري پور  د اندازې زیاتول یا ځنډول،د کانګرس اساسی مسئولیّت  دی او دحکومت دیوالیه کیدا،د کرونائي بحران د خوریدا له وخت راهسې د امریکا اقتصادي پرمختګ ګواښي .د ۲۰۲۳کال دجنورۍ په نولسمه نیټه فیډرل حکومت دټاکل شوي پور له اندازې ، یعني  له 31.4 ټریلیّن ډالرو  تیر  شو .د امریکا د فیډرل حکومت  دپورونو موضوع چې د  روان مئ تر دوهمې نیټې پورې  څه د پاسه  دوه دیرش ټریلیّن او اوه سوه شل میلیارډډ ډ الرو  څخه زیاته شوې  او د هغه د دیوالیه کیدا څخه د مخنیوي لپاره د پورونو د اندازې د زیاتولو ضرورت، کلونه کیږي په  هغو موقعو کې چې کانګرس د اپوزیشن لوري په اختیار کې ؤ،له سپینې ماڼۍ د کانګرس  د برمته کونې او تاؤتریخوالي د رامینځةکولو لپاره په یوې موضوع  بدل شوی دی.د جوزف بایډن په حکومت هم دغه سناریو د تکراریدا په حال کې ده او دکانګرس  جمهوری غواړي  چې اکثریت په  اختیار کې لري،د پورونو د اندازې د زیاتولو او د فیډرل حکومت د دیوالیه کیدا  د مخنیوي لپاره  دخپلې خوښې شرطونو  او  امتیازونو  غوښته کويږ  دغه سناریو،له دې مخکې د ډونالډټرمپ د ولسمشرۍ په پړاؤ کې هم رامینځةشوې وه. اوس د جوبایډن حکومت د  ورته سناریو له پيښیدا ویریږي.

Image Caption

 

 اقتصادپوهانو اټکل کړی ؤ چې د فیډرل حکومت پورونه د روان کال د جولائي تر وروستیو پورې  د ټاکل شوي تر اندازې زیات شی.په عین حال کې  کارپيژاندو خبرداری ورکړی دی چې د مالیاتي عایداتو له تمې کمه وصولیدا به ددغه تاریخ  دمخکې کیدا سبب شي.سپیڼې ماڼۍ  په تیرو دوو میاشتو کې د کانګرس  له مشر جمهوری غواړي   مک کارتي سره له خبرواترو ډډه کړې ده او ددې غوښته ئې کړې ده چې  د جمهوری غواړو په کنټرول کې کانګرس دې  له قید او شرط پرته  د پورونه اندازه تصویب کړي. په مقابل کې د کانګرس جمهوری غواړي هم د بایډن له حکومته غوښته لري  څو دفیډرل خرڅې دې ډيرې کمې کړي. ډیموکراټانو په کرتو د جمهوری غواړو دخوښې وړ د شرطونو د پوره کیدا او د دوي غوښتو ته درسیدا لپاره  دفیډرل حکومت د پورونو د  اندازې  دزیاتولو له موضوع د آوزاري استفادې  په دلیل  پر دوي یعني پر جمهوری غواړو نیوکې کړي دي . په دې لړ کې د ډیموکراټانو یوې استازې میرمن ایلهان عمر  پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي،د کرغیړن ټرامپ د ولسمشرۍ په پړاؤ کې جمهوری غواړو،له وارمخکې شرط پرته، درې ځله د پورونو د اندازې زیاتیدا ته راي ورکړې ده.کوین مک کارتي  هر دې ځله ورته رایه ورکړه . دوي  اوس د یوه اقتصادي بحران  او د برمته کونې  د وضعیّت رامینځةکول په یوه دلیل او یوازې په یوه دلیل دي. جوبایډن  اوس ولسمشر دی .د حکومت د بودجې په سر  سیاسی  بندون، دملی پور  د اندازې د زیاتولو په باب د نه پخلاکیدا او د فیډرل حکومت د مالی او  هوساینې  پروګرامونه،د امریکا په اقتصاد لازیات دباؤنه اچولی شي.

  په امریکا کې د نوو ارزونو نتیجې د دې ښودنه کوي چې په دغه هیواد کې د زریزې نسل یا  له  ۲۷کلنو تر ۴۲کلنو پورې  نسل یا پرګنې  چې  د کورنۍ او بچیانو پر  خرج ومخارج سربیره،د خپلو بوډا مور پلار  د خرڅ یوه برخه هم په غاړه لري،ډير په سختۍ سره ژوند کوي. د پیمنټس موسیسې او   د لرینډينګ  کلب کریډيټي موسیسې د ګډو ارزونو نتیجې ښئ چې د پوښتنو 61.1 فیصدي برخه په سختۍ سره د خپل ژوند  مالی لګښتونه پوره کولی شي. دغه  حالت  د زریزې په نسل کې چې په دغه میداني تحقیق کې د  ځواب ورکونکو 73.2 فیصدي برخه جوړوي،لابدتر ؤ.ددغو څيړنو په اساس،له ۱۹۶۰ لسیزې رانیولې تر ۱۹۸۰لسیزې پورې د زیږیدلو یا ایکس نسل (X)زیږیدونکو هم څه خاص وضعیّت نه درلود. داسې چې 64.2 فیصدي  کسان  ئې د عمر په  حدونو کې هم  له ډیرو مالی مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي. او دغه وضعیت هماغه راز دوام لري. دترینګلو مالی حالاتو د علتونو په باب  دځواب ویونکو 38.4 فیصدی کسانو همداراز ووئيل،چې دغه وضعیّت  د هغو لګښتونو او خرڅې له امله  دی چې د خپلې کورنۍ د نورو غړو لپاره ئې ورکوي.یو هغه عامل چې د امریکائي کورنیو د مالی بدحالۍ او لاترینګلتیا سبب شوی،په کرونائي بحران کې ددغه هیواد  خلکو د بچت کمیدا  ده . په درو کې یوه برخه ځواب ویونکو ووئيل، دمګړئ  هیڅ سپما نه لري ، همداراز نیمو ځواب ویونکو هم دا ووئيل چې اصلا  د بچت کولو جوګه نه دي .زیاتره ځواب ویونکو هم دغه راز ووئيل دبانکي  نظام او کریډیټي موسیسو  پوروړي دي دغه څیړنې د تیر مارچ له اتمې تر اولسمې نیټې پورې  او  کلا له درې زره درې سوه درې شپيتو امریکایانو شوي دي.

             د امریکا د ملی امنیت سلاکار جیک سالیون مدعی شوی چې واشنګټن له چین سره دډغرې په سیاست پسې نه دی. هغه ټينګار کړی دی، پر دې سربیره مونږ  ګروهنه لرو  د امکان په بڼه کې  له دغه هیواد سره ملګرتیا هم وکړو.د امریکا دملی امنیت سلاکار چې د مالی او اقتصادي  سیاستونو لپاره په یوه سمینار کې خبرې کولې  ټينګار وکؤ،امریکا هڅه کوي څو اقتصادي ریسکونه کم کړي او خپل اقتصاد ته ډولوالی وبخښي . په عین حال کې ټاکل شوې نه ده چې  دغه چاره  له چینه د جلا کیدا په موخې سره  وي. چین  امریکا ته دشیانو  ترټولو لوي صادرونکی هیواد حسابیږي،داسې چې  په تیرو ۲۶کلونو کې په متوسط ډول  واشنګټن ته د بیجینګ صادرات، په کال کې څه دپاسه لس فیصده زیات شوي دي.په ۱۹۹۵کال کې  امریکا ته د چین د  صادراتو ارزښت  کابو ۳۷میلیاردډالره ؤ. داپه داسې حال کې دي چې د ورکړل شوو احصایوپه اساس،په ۲۰۲۱کال کې متحده ایالاتو ته ددغه هیواد  صادراتي  ارزښت  ۳۵۰میلیارډ ډالرو ته رسیدلی دی .د چین په ضد دپيزواني کولو د سیاست د اعمالولو لپاره د امریکا یوترټولو لوي مشکل،هغه اقتصادي اړوندوالی دی چې  واشنګټن ئې له دغه هیواد سره لري.د نړیوالو اړیکو یو نظریه وړاندې کونکی او سټراټژيسټ مرشایمر وائي،واشنګټن او دهغه متحدان  له هغو اقتصادي  اړیکو سره چې له چین سره ئې لري، په مستقیم ډول   د بیجینګ  له قدرتمنیدا سره مرتسه کوي. د جوبایډن حکومت  په نظر کې لري  د امریکا د بیخ بینائيو  او ټيکنالوجیکي حوزې په پیاوړتیا سره، په  دغو موردونو کې ددغ هیواد وروسته پاتیوالی  جبران  او له بیجینګه د واشنګټن  د اقتصادي جلا کیدا  لپاره لاره هم هواره کړي.

Image Caption

 

 د امریکا جنګ وزارت (پنټاګان) ددغه  هیواد په پوځ کې د جنسي تیریو د زیاتیدا په باب یو راپور خپور کړی دی . سږکال راپور کې  کانګرس  هرکال ورته اړتیا لري، په کې ورکړل شوي   احصائې، د جنسي تیریو د مخنیوي او ورباندې د غبرګونونو لپاره  د دفاع وزارت  دپوځي قضائي دوسیو او په دې اړه ددغه وزارت  دهلوځلو په باب  اپډیټ  کونې نتیجې دي .  د امریکا د دفاع وزارت چارواکي د ناسمو  چلندونو د مخنیوي، د قربانیانو د وضغیّت له ښه کولو سره مرستې  او د مجرمانو د ځواب وئيلو  لپاره د بې مخینې  تدبیرونو د اجرا او د لاسترو اقداماتو په کولو بوخت دي.دفاع وزارت  او پوځي  خدمات په پوځ کې د جنسي تیریو دارزونې د خپلواکه کمیشن د سپارښتنو داجرا پشمول  د جنسي تیریوپه  مخنیوی او ورته په ځواب  وئيلوکې د دفاع وزیر ملاتړ او د حکمونو ا جرا  ته دوام ورکوي.د پوځيانو د  چمتووالی ددفتر اجرائي مدیرې  الیزابت فاسټر په یولړڅرګندونو کې ووئیل،دفاع وزیر لویډ آستیّن د خپل کار له هماغه لومړنۍ ورځې څخه په پوځ کې د جنسي تیریو دریدا ته لومړیتوب ورکړی دی.دغه وزارت له دغې ستونزې سره دمقابلې لپاره   دبې مخینې پانګونې به ترسره کولو بوخت دی او د اپیل د ځانګړو دفترونو دجوړولو ، د متخصص کاري ځواک د رامینځةکولو او دجنسي تیریو په مخنیوي  دتمرکز،او دغه راز د جنسي تیریو د قربانیانو دتوانمنولو لپاره د یوه جوړښت د رامینځةکولو اوروزنې په څير  د اساسی اصلاحاتو په اجر اکې  د پام وړ پرمختونه کړي دي .  هغې زیاته کړې،د سترو کلتوری بدلونونو رامینځةکول  وخت اخلي . دفاع وزیر همدرااز  دغه وزارت ته حکم ورکړی دی څو  د جنسي تیریو  پشمول  د تاواني چلندونو د ریښه ویستنې په موخې سره  پر خاصو اقداماتو تمرکز وکړي. نو په دې اړه  تر پام وړ حده پرمختګونه شوي دي  او هڅه کیږي، په دغې  لارې کې  لازیات اصلاحات او ضروري پانګونې وکړي،څو په پوځ کې  له جنسی تیریو سره د مقابلې لپاره   صلاحات تر بشپړتیا پورې پر مخ لاړشو.

Image Caption

 

       خوږو دوستانو د بې نقابه امریکا  نوې اونیز پروګرام  وخت هم همدومره ؤنو تر بلې اونۍ پورې چې له نوي مطلب سره به ستاسو خدمت  ته حاضر شو، په نیاؤمن او لوي خداي مو سپارو بریالي اوسوکاله ووسئ .البته یادونه کوو چې د تهران ریډیو د پښتو خپورنې دیب پاڼې ايدریس..... PARSTODAY.IR/PS   هم درسره نوټ کړئ . بریالي ووسئ.

( سیماب )

****** ******** ******* ******* ****** ***** **** **

 

 

 

 

ټیګونه