د انتخاباتو کاندید له کرد ګوند سره مخالفت وښود
https://parstoday.ir/ps/news/world-i132942-د_انتخاباتو_کاندید_له_کرد_ګوند_سره_مخالفت_وښود
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ترکیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو له دریو کاندیدانو څخه یوه کاندید «سینان اوغان» پرون وویل یوازې په هغه بڼه کښې به د «ملت » د ائتلاف د کاندید کمال قلیچدار اوغلو ملاتړ وکړي چې هغه ژمنه ورکړي خلق کرد ډیموکراټیک ګوند د ترکیې له سیاسي سیسټم څخه څنګ ته کوي.
(last modified 2023-05-16T00:35:49+00:00 )
May 16, 2023 04:35 Asia/Kabul
  • د انتخاباتو کاندید له کرد ګوند سره مخالفت وښود

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ترکیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو له دریو کاندیدانو څخه یوه کاندید «سینان اوغان» پرون وویل یوازې په هغه بڼه کښې به د «ملت » د ائتلاف د کاندید کمال قلیچدار اوغلو ملاتړ وکړي چې هغه ژمنه ورکړي خلق کرد ډیموکراټیک ګوند د ترکیې له سیاسي سیسټم څخه څنګ ته کوي.

د ترکیې د  ولسمشرۍ او د پارلمان انتخاب وړمه ورځ د خلکو په بې ساري ګډون سره وشول او اته اتیا اعشاریه څلور اتیا فیصده خلکو د ولسمشرۍ په انتخاباتو او څه د پاسه اته اتیا فیصده ولس بیا د پارلمان په انتخاباتو کښې خپلې رایې واچولې.

د ترکیې د انتخاباتو د لوړې شورا د اعلان پراساس دې ته په پام سره چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو هیڅ کاندید ونه توانید چې د ټول ټاکنو په لومړي پړاو کښې څه د پاسه پنځوس فیصده رایې وګټي نو د انتخاباتو دوهم پړاو به د مي د میاشتې په اتویشتمه نیټه ترسره شي.

د ترکیې د انتخاباتو لوړې شورا وویل د شمیرل شویو رایو پراساس اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان په څه د پاسه اوه ویشت میلیونه او اته اتیا زره رایو سره نهه څلویښت اعشاریه پینځه فیصده او کمال قلیچدار اوغلو د څه د پاسه څلورویشت میلیونه او پینځه لکه اته شپیته زره رایو په ترلاسه کولو سره څلور څلویښت اعشاریه نهه اتیا فیصده رایې ګتلي دي او د انتخاباتو دوهم پړاو ته یې لاره موندلي ده.

د ترکیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو یوه بل کاندید سینان اوغان چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې یې یوازې پینځه اعشاریه دوه فیصده رایې ګتلي دي وویل تراوسه د انتخاباتو په دوهم پړاو کښې د کوم معلوم کاندید د ملاتړ کولو لپاره وخت شته خو په ډاډ سره وایم د هغو کسانو چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي حمایت نه کوم.

د سینان اوغلو دغه وینا په تلویحي توګه قلیچدار اوغلو ته ده چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د خلق  کرد ډیموکراټیک ګوند لخوا چې د هغه( سینان اوغان) په اعتقاد یوه ترهګره ډله ده ملاتړ شوی دی.