د اوکراین د حکومت اقدامات ترهګرۍ ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودف د اوکراین د حکومت اقدامات ترهګرۍ وبلله او ویې ویل له ترهګرو سره د مقابلې یوازنۍ لاره د ټروریسټانو نابودول دي.
هغه د کي یف د حکومت د اقداماتو په اړه وویل هیڅ هیواد نشي کولای له ترهګرو سره خبرې وکړي او ټروریسټان باید له مینځه یوړل شي.
د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودف وړمه ورځ د روسیې په داخل کښې په ځینو سیمو باندې د حملې لپاره د اوکراین د جایز حق په هکله د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلورلی استدلال ته په غبرګون کښې وویل له کي یف سره د انګلستان مرستو ته په پام سره د لندن چارواکي د ماسکو لپاره جایز پوځي هدفونه ګرځیدلی شي.
په تیرې دوشنبې ورځ اوکراین په څو بې پایلوټه الوتکو سره د روسیې په پلازمینې ماسکو کښې په یوشمیر سیمو بریدونه وکړل خو څوک پکښې مړه یا ژوبل نشول بلکې ودانیو ته یې یوشمیر تاوانونه رسولي وو.
مدودف وویل نن سبا بریتانیا اوکراین ته د ډول ډول پوځي مرستو په ورکولو سره د کي یف د متحد په توګه عمل کوي او لندن په حقیقت کښې د روسیې پرضد یو نه اعلان شوی جنګ هدایتوي.
بل خبر دا چې د بیلاروس هیواد ولسمشر الکساندر لوکاشنکو د امریکا په مشرۍ د ناټو غړي هیوادونه په دغه هیواد کښې د کودتا لپاره په هڅې تورن کړل او د مینسک په کورنیو چارو کښې د لویدیځو هیوادونو د لاسوهنو د ختمیدا غوښتنه یې وکړه.