ملګرو ملتونه د امریکا د ورانونکي رول په هکله غلي دي
Jun 04, 2023 04:24 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس راپور راکړی د روسیې ډيپلوماټې میرمن «انا یوستیګنیوا» ډاګینه کړه د شمالي کوریا توغندوي ازموینه د ختیځې اسیا په شمال کښې د امریکا د ورانونکي رول نتیجه ده او ملګروملتونو د امریکا په ورانونکي رول سترګې پټې کړي دي.
په ملګروملتونو کښې د روسیې د دائمي استازي مرستیالې میرمن انا یوستیګنیوا په اسیا سیمه کښې د امریکا د ورانونکي رول په هکله د ملګروملتونو په انفعال باندې د حیرانتیا په ښودلو سره وویل روسیې تل د کوریا په ټاپو وزمې کښې د حالاتو د هراړخیزه څیړنې او دغه راز په امنیت شورا کښې په هغه باندې د ټولو اغیز شیندونکو عواملو په انډوله ډول د څیړنې غوښتنه کړي ده.
هغې د ملګروملتونو متناقضو کړچارونو ته په اشارې سره وویل د پیښو د یواړخیزه انځور د وړاندې کولو لپاره هڅه بې ګټې ده.
ټیګونه