افغانانو ته د هوسا ژوند برابرېدو ژمنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i133962-افغانانو_ته_د_هوسا_ژوند_برابرېدو_ژمنه
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرام یا «یو. این. ډي. پي» نوي استازي «سټیفن روډریکوز» ویلي، هڅه کوي په افغانستان کې میلیونونه افغانانو ته هوسا ژوند برابر کړي.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Jun 05, 2023 07:25 Asia/Kabul
  • افغانانو ته د هوسا ژوند برابرېدو ژمنه

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرام یا «یو. این. ډي. پي» نوي استازي «سټیفن روډریکوز» ویلي، هڅه کوي په افغانستان کې میلیونونه افغانانو ته هوسا ژوند برابر کړي.

د کلید ګروپ د خبر له مخې، نوموړي تېره ورځ پر ټوېټرپاڼه لیکلي، بنسټیزو بشري خدمتونو ته لاسرسی، د ښځینه متشبیثونو ملاتړ او د افغانانو لپاره ښه ژوند برابرولو په برخه کې به خپله ټوله هڅه وکړي.

د هغه په خبره، دا خدمتونه افغانانو ته ډېر حیاتي دي او دوی به یې د خپلو همکارانو په مرسته په ښه بڼه ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړي د روانې اونۍ په پیل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پرواګرام د استازي په توګه خپله دنده پیل کړه.