Jun 06, 2023 14:12 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې له القاعده او داعشه د امریکاپر فعال ملاتړ ټينګار

روسیې په کرتو په افغانستان کې د پوځي شتون  په وخت له داعشه د واشنګټن  د مستقیم ملاتړ  او دغه راز  له دې وروسته  هم د مرستو خبر ورکړ او دا اقدام ئې سخت ورټۀ. د ماسکو له نظره،د امریکا موخه، په افغانستان کې د بې ثباتۍ دوام او هم د القاعدې او داعش پشمول په دغه هیواد کې د دترهه ګرو ډلو ټپلو پياوړتیا ده .

د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف پرون په تاجیکستان کې د روسیې د ۲۰۱پوځي مرکز د لیدو په وخت  ووئيل،  امریکا  په افغانستان کې له خپلو ګټو سره  غږمله بې ثباته کونکي  اقداماتو او له  القاعدې او داعشی ترهه ګرو څخه فعال ملاتړ کوي.

هغه ټينګار کړی چې په افغانستان کې د له تاؤتریخوالي څخه دډډه کولو او له خبرواترو د واشنګټن  دملاتړ په باب په تاجیکستان کې د امریکا د سفیر مانوئل میکالر څرګندونې ډيپلوماټيک دروغ دي .هغه ووئيل،په چورلټ ډول مشخصه ده چې متحده ایالات د داعش،القاعدې او له دوي سره  داړونده نورو ترهه ګرو ډلګیو له باقي پاتې ځواکونو څخه  ملاتړ کوي.

روسیې په کرتو په افغانستان کې د پوځي شتون  په وخت له داعشه د واشنګټن  د مستقیم ملاتړ  او دغه راز  له دې وروسته  هم د مرستو خبر ورکړ او دا اقدام ئې سخت ورټۀ. د ماسکو له نظره،د امریکا موخه، په افغانستان کې د بې ثباتۍ دوام او هم د القاعدې او داعش پشمول په دغه هیواد کې د دترهه ګرو ډلو ټپلو پياوړتیا ده . لاؤروف په دې زمینې کې د تیرې لسیزې په پای کې د په جنوبی قفقاز کې د امریکاورته کړچار ته په اشارې سره  ټينګار وکړ، هدف دا دی چې  اجازت ورنکړي افغانستان آرامښت وویني. هغه باؤري دی  چې دا  دمتحده ایالاتو په ګټه ده چې په  دغه هیواد کې دایما ځيني بې ثباته کونکي بهیرونه موجود وي.

پریکنده شواهد ښئ چې امریکا دمقاومت له چورلیز سره د مقابلې لپاره د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلګۍپه پراختیا او باقي پاتیکیدا کې رول لوبولی دی او  په عراق او سورئې او ورپسې په افغانستان کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلګئ د فعالیت په پراختیا کې دوامداره هڅه کړې ده.په دې زمینې کې ډير زیات مستندات او شواهد شته  او د واشنګټن د پلانونکو اقدماتو ښودنه کوي.امریکا د داعش په پنځولو کې پخپل رول لوبونې برغولی نشي کیښودلی.د لودیځ د سرغنې په توګه متحده ایالاتو له خپلو لویدیځي او عربی شریکانو سره یو ځاي د داعشپشمول له تکفیری ترهه ګرو څخه پراخ ملاتړونه کړي دي او  دغه  ترهه ګرو او تکفیری ډلو ټپلو ته ئې   خپلو موخو ته د رسیدا لپاره د یوه آوزار او لوبتکې په توګه فکر کړی دی.

په سورئې او عراق کې د داعش دوامدارو ماتو وروسته ، واشنګټن  په افغانستان کې د ددغې ترهه ګرې ډلګۍ پیاوړتیا ته مخه کړې څو په دې توګه  د افغانستتان په ګاونډیو هیوادونو  کې د ناکراریو او بې ثباتیو  زمینه برابره کړي. واشنګټن  د  افغانستان په باب  هم  له دغه هیواده له وتلو تر مخکې پورې  خپلو  هغو سیالو او مخالفو  هیوادونو ته د  د ګوزار د  ورکولو لپاره چې  دافغانستان ګاونډیان دي ،  همدغه کړن لاره تعقیبوله.  د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف   د ۲۰۲۱کال داګست په وروستیو کې  وئیلي وو،  په افغانستان کې امریکائي  او ناټو عسکر  له داعش ترهه ګرې ډلې سره ارتباط لري او ورسره ملګرتیا  کوي.. اوس امریکا له داعش او هم له القاعدې ډلې څخه د ملاتړ په دوام سره په تیره بیا په افغانستان کې د ناکراریو او بی ثباتیو د زیاتولو له لارې ،روسیې ،د مینځنۍ آسیا هیوادونو او ایران ته د ګوزار ورکولو نیّت لري.

 یوه مهمه موضوع دا چې  د امریکا په داخل کې  هم ددغه هیواد لوړپوړو سیاستوالانو د داعش په پنځولو او پراخولو  کې د واشنګټن  په رول اعتراف کړی دی. په دې لړ کې د امریکا د پخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ ،د  داعش په پنځولو کې  د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما او پخوانۍ خارجه وزیرې هیلري کلینټن  د مستقیم رول په باب  جنجالی ویناوې کړي دي. ټرمپ د ۲۰۱۶کال په جنورۍ کې پخپل انتخاباتي کمپاین کې  وئیلی وو، دوي (اوباما او کلینټن )، دروغجن  کسان دي ، دوي داعش راوپنځوۀ. هیلری کلینټن  له اوباما سره یو ځاي  داعش ډله راپورته کړې ده.

همداراز د امریکا۶۹کلن سیاستوال رابرټ آف کینډي جونئير چې د امریکا د راتلونکي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې دګډون لپاره ئې خپله کاندیدیدا اعلان کړې  او په ډيموکراټيک ګوند کې د جوزف بایډن سیال دی ، منلې ده چې امریکا داعش ترهه ګره  ډله رامینځةکړې ده رابرټ کنیډي جونئير په یولړ څرګندونو کې ووئیل، مونږ داعش ډله جوړه کړې ده ،مونږ اروپا ته د دوو ومیلیون کډه په سر خلکو زمینه برابره کړې ده   او  دلته   د ډیموکراسۍ دبې ثباته کولو لامل شوي یوو چې د برګزیټ سبب شو.

د ټرمپ او رابرټ اف کینډي جونئير   څرګندونې په حقیقت کې  د هغو تورونو تائيدیدل دي چې  په کرتو د روسیې د ولسمشر  ولادیمیر بوتین په څير د نړۍ د ډيرو هیوادونو  دمشرانو له خوا ، د داعش په پنځونې او د دغې ترهه ګرې ډلې ډلګۍ په اقدماتو کې د سپینې مانۍ د مستقیم رول په باب  بیان شوي دي .

 

ټیګونه