چین، له نشه ایزو موادو سره د طالبانو مبارزه وستایله
افغانستان کښې د چین سفیر د نشه ایزو توکو له تولید او قاچاق سره د مبارزې په لاره کښې د افغانستان د طالبانو د حکومت د کړنلارې قدرونه وکړه
افغانستان کښې د چین سفیر د نشه ایزو توکو له تولید او قاچاق سره د مبارزې په لاره کښې د افغانستان د طالبانو د حکومت د کړنلارې قدرونه وکړه.
آوا خبري آژانس د خبر له مخې، په افغانستان کښې د چین سفیر وانګ یو د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت له نشه ایزو توکو سره د مبارزې د ادارې له مرستیال ملا عبدالحق اخوند سره په کتنه کښې، د نشه ایزو توکو له کر، تولید او قاچاق سره د مبارزې په لړ کښې د افغانستان د طالبانو د حکومت له کړنلارې په ملاتړ او قدرونې سره وویل چې چین په سیمه کښې د نشه ایزو موادو سره د مبارزې شریک دی.
په دغه ملاقات کښې دواړو لورو په مختلفو سیاسي، امنیتي او په تیره بیا له نشه ایزو توکو سره د مبارزې په برخه کښې بحث او د نظر تبادله وکړه.
د نړیوالو سازمانو د رپورټونو له مخې، په افغانستان کښې د تیرو شلو کالو په پرتله اوس د نشه اي توکو کر ډیر کم شوی دی.