ریحانه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134840-ریحانه
حضرت بی بی مریم د سلیمان علیه السلام له کورنۍ اوپلار عمران یې د خدای پیغمبر وو . عمران او میرمن حنه کلونه کلونه د بچی د درلودلو په حسرت کی وو .
(last modified 2023-06-23T08:47:52+00:00 )
Jun 23, 2023 13:14 Asia/Kabul
  • ریحانه

حضرت بی بی مریم د سلیمان علیه السلام له کورنۍ اوپلار عمران یې د خدای پیغمبر وو . عمران او میرمن حنه کلونه کلونه د بچی د درلودلو په حسرت کی وو .

په تیره برخه کې مو درسره د حضرت ادم ع میرمنې بی بی حوا په اړه خبرې وکړې تاو هغو ایتونو ته  مو هم اشاره وکړه چی د لومړنی بشر د خلقت خبره پکې شوی  وه . په دغه پروګرام کی درسره د حضرت بی بی مریم د ژوند او شخصیت په اړه خبرې کوو .

په اسلام کی د بی بی مریم ځای ډیر اوچت دی او هغه یوازنۍ میرمن ده چی په قران کریم کی یې نیغ په نیغه نوم ذکر شوی دی . د قران کریم نولسمه ومبارکه سوره . حضرت مریم په نوم ده او د هغې بی بی نوم په قران کی له انجیل هم زیات ذکر شوی دی . قران کریم په هغو ایتونو کې چی د حضرت بی بی مریم س د پاک لمنۍ او ایمان په اړه خبره شوی ده ، د حضرت بی بی مریم س د لوړو اخلاقی فضاییلو تایید دی .

حضرت بی بی مریم د سلیمان علیه السلام له کورنۍ اوپلار عمران یې د خدای پیغمبر وو . عمران او میرمن حنه کلونه کلونه د بچی د درلودلو په حسرت کی وو . یوه ورځ خدای تعالی  په عمران وحی وکړه چی تا ته به یو زوی درکړم چی ناروغانو ته شفا ورکوی او زما په اذن به مړي ژوندي کوی او په بنی اسراییلو کې  زما پیغمبر دی . د بچی د زیږیدا خبر په سیمه کی خپور شو . هغه وخت د یهودیانو جنګونه سخت شوی وو ، خلک تل د مسیح د ظهور په انتظار کی وو ، په دې هیله چی هغو د یهودو له ظلم  وژغوري .

کله چی حنه امیندواره شوه نو په عمران د خدای تعالی د وحی په اساس ډاډمنه وه چی بچې یې هماغه زوی دی . په دې اساس نذر یې وکړ چی بچې په معبد کې د خدمت لپاره وقف کړی . قران کریم د هغه نذر په اړه چی حنه د خپل بچی د زوکړی لپاره په نظر کی نیولی وو د ال عمران سورت په ۳۵ ایت کی داسې فرمایی

إِذْ قَالَتِ امْرَأَتُ عِمْرَانَ رَبِّ إِنِّي نَذَرْتُ لَكَ مَا فِي بَطْنِي مُحَرَّرًا فَتَقَبَّلْ مِنِّي إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۳۵)

یاد کړئ کله چی د عمران میرمنې وویل پالونکیه هغه څه چی په رحم کې لرم د تا لپاره مې نذر کړ چی محرر وی (د تا د کور د خدمت لپاره ازاد ) له ما قبول کړه چی تا اوریدونکی او دانا یې .

کله چی د حنه د زیږون وخت نږدې شو نو هغې ولیدل چی بچی یې لور ده . حنه تر هغه وخته نه پوهیده هغه ځیرې چی خدای تعالی د عیسی ع د زیږیدا په اړه ورته ورکړی وو ، د عیسی ع د مور زیږول وو او د خدای تعالی اراده دا وه چی د حنه له وجوده پاکه انجلۍ  پیدا کړی چی بیا وروسته د حضرت عیسی ع د زیږولو شایسته وګرځی . قران کریم د حضرت مریم له زیږیدا د  میرمن حنه د حیرانتیا په اړه د ال عمران سورت په ۳۶ ایت کی فرمایی

فَلَمَّا وَضَعَتْهَا قَالَتْ رَبِّ إِنِّي وَضَعْتُهَا أُنْثَىٰ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا وَضَعَتْ وَلَيْسَ الذَّكَرُ كَالْأُنْثَىٰ ۖ وَإِنِّي سَمَّيْتُهَا مَرْيَمَ وَإِنِّي أُعِيذُهَا بِكَ وَذُرِّيَّتَهَا مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ

کله چی حنه هغه وزیږوله او هغه یې انجلۍ ولیدله ویې ویل پالونکیه ما هغه انجلۍ راوړه او خدای تعالی په هغه څه چی دنیا ته یې راوړی وو ، له هغې ډیر اګاه وو . او زوی دانجلۍ په شان ندی (لور د زوی په شان د خدای د کور د خدمت کولو دنده نشی ترسره کولې )ما د هغې نوم مریم کیښوده او هغه او د هغې بچیان له شړل شوی شیطان د تا په پناه کې ورکوم .

د خپل بچي له لور کیدا د حنه حیرانتیا او تاسف په دې دلیل وو چی تر هغه وخته دا مخنیه نه وه موجوده چی په معبد کې د خدمت لپاره انجلۍ وټاکل شی . په دې اساس  ګومان یې کاوه چی په خپل نذر عمل نشی کولې ، خو د خدای تعالی اراده دا وه چی مریم س په خپل حضور کی ومنی ، حنه د ماشومې نوم مریم کیښوده .

د مریم س نوم په بنی اسراییلو کې نوی نوم وو . له دې مخکې د حضرت موسی ع او هارون ع  خور نوم هم مریم کیښودل شوی وو حنه چی باید خپل نذر یې ادا کړی وی ، فیصله وکړه خپله لور په معبد کې د خدمت لپاره چمتو کړی .

حنه خپله بچۍ معبد ته راوړه او لکه څرنګه چی د مریم پلار له دنیا لاړ وو ، نو هغې باید د مریم بی بی کفالت د معبد کاهنانو ته سپارلې . د قوم بزرګانو چی د عمران بیغمبر لپاره یې ځانګړی احترام درلوده ، د بی بی مریم کفالت ته غاړه کیښودله او حتی د هغې د کفالت لپاره یې له یوه بل د مخکې کیدا هڅه کوله . په همدې اساس یې قرعه کشۍ وکړه او د زکریا نوم چی د مریم له خپلوانو وو ، وټاکل شو . زکریا د بی بی مریم د خاله خاوند وو او په مقام او منزلت کی په نورو برتره وو . په دې سربیره د  زکریا پیغمبر شتون د هغې د خدمت لپاره د معبد د کاهنانو د رضایت دجلبولو لپاره مهم عامل وو .

د بی بی مریم روزل ډیر ترسره کیدل  . د مریم شخصیت له خدای تعالی سره دومره لوړ وو چی خداوند متعال د ال عمکران سوره په ۳۷ ایت کی د هغه روزنه ځانته نسبت ورکوی . دا ټکی د دې ښودنه کوی چی بی بی مریم د قران په نظر کې د میرمنو په تاریخ کی له ټاکل شویو شخصیتونو دی . خدای تعالی  په ذکر شوی ایت کی فرمایی

فَتَقَبَّلَهَا رَبُّهَا بِقَبُولٍ حَسَنٍ وَأَنْبَتَهَا نَبَاتًا حَسَنًا وَكَفَّلَهَا زَكَرِيَّا ۖ كُلَّمَا دَخَلَ عَلَيْهَا زَكَرِيَّا.....

خدای تعالی هغه (مریم ) په نیک ډول ومنله او په شایسته ډول یې وپلله او د هغې سرپرستی یې زکریا ته وسپارله .

زکریا د بی بی مریم لپاره په معبد کې مخصوص او له سړیو لیرې یو ځای برابر کړ تر څو په ارام سره خپل عبادت وکړی . زکریا هروخت چی د بی بی مریم لیدو ته ورتله نو د ډول ډول میوه ټوکری به یې لیدله . یوه ورځ زکریا په حیرانتیا سره ترې وپوښتل  مریم دا میوې درپاره له کوم ځایه رسیږي . بی بی مریم ځواب ورکړ چی دا نعمتونه د خدای تعالی له  لوری دي او خدای چی هر چا ته وغواړی بی حساب روزی ورکوی . زکریا په مریم کی د دومره شایستګۍ په لیدو سره له خدای تعالی د پاک ذریت غوښتنه وکړه . د زکریا دعا قبوله شوه او خدای تعالی حضرت یحیحی ع هغه ته ورکړ ، لکه څرنګه چی خدای تعالی د ال عمران سورت په ۳۸ ایت کی فرمایی

هُنالِكَ دَعا زَكَرِيَّا رَبَّهُ قالَ رَبِّ هَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعاءِ

دلته وو چی زکریا په مریم کی د دغو ټولو شایستګیو په لیدو سره خپل پالونکی ته لاس په دعا شو او ویې ویل پالونکیه له خپل لوری ما ته پاکیزه بچی عطا کړه چی تا دعا اوریدونکی یې .

حضرت مریم س دومره لوړ معنوی ځای درلوده چی له پرښتو سره به یې خبرې کولې او پرښتو به د مریم د برتری او قرب  ګواهی ورکوله . خدای تعالی د ال عمران سورت په ۴۲ او ۴۳ ایتونو کې فرمایی ، وَإِذْ قَالَتِ الْمَلَائِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَاكِ وَطَهَّرَكِ وَاصْطَفَاكِ عَلَىٰ نِسَاءِ الْعَالَمِينَ يَا مَرْيَمُ اقْنُتِي لِرَبِّكِ وَاسْجُدِي وَارْكَعِي مَعَ الرَّاكِعِينَ

او کله چی پرښتو وویل ای مریم خدای تعالی ته غوره کړی  ، پاکه کړی او تا ته یې په  ښځو برتری درکړی ده ، ای مریم د خپل پالونکی پرستش وکړه ، سجده وکړه او له رکوع کونکیو سره رکوع وکړه .

دا ایتونه  له خدای سره د حضرت مریم س د نږدې ارتباط ښودنه کوی او د هغې د پرهیزګارۍ ښودنه کوی .

حضرت بی بی مریم په لوړو خصوصیاتو او ټولو نیکو فضاییلو سره د خدای له لوری د حضرت عیسی مسیح د دنیا ته راوړلو او د عظیم رسالت د ترسره کولو لپاره غوره شوی وه . خدای تعالی د ال عمران سورت په ۴۵ ایت کی فرمایی

إِذْ قَالَتِ الْمَلَائِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللَّهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍ مِنْهُ اسْمُهُ الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ وَجِيهًا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ

کله چی پرښتو وویل ای مریم خدای تعالی تا ته د  یوه بچې چی له پلاره پرته دنیا ته راشی ، ځیرې درکوی چی نوم یې مسیح عیسی بن مریم دی او په دنیا او اخرت کی له خدای تعالی سره عزتمند دی او د خدای د درګاه له نږدی کسانو دی  .

د ، وَجِيهًا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ  ، وصف او بیان په قران کریم کی یوازې د حضرت عیسی ع لپاره راغلی دی او بل کوم کس په اړه دا صفت ندی راغلی . په قران کریم کی د حضرت عیسی ټکی  یاد شوی چی د قران په کلتور کی د مخلوق په معنا دی ، هغه کسان چی عیسی ع د خدای بچې بولی باید پوهه شی چی عیسی د خدای بچې ندی بلکې د خدای مخلوق دی د خدای د ټولوانسانانو په شان . مسیح د مریم زوې دې او هغه کس چی له انسان وزیږیده اوخپل جنینی پړاو یې تیر کړ ، نو څرنګه د خدای بچې کیدلې شی ؟

پای