په ماسکو ښار کې بشپړ آرامښت و ثبات  ټينګ دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134888-په_ماسکو_ښار_کې_بشپړ_آرامښت_و_ثبات_ټينګ_دی
هغه خبرونه چې  په ماسکو کې دپوځي  حکومت  د ټينګیدا او د ټانکونو ددیره کیدا په باب خپره شوي ، په بشپړ ډول دروغ دي  او د حالاتو د خرابولو یوه چټي هڅه ده .
(last modified 2023-06-24T07:43:28+00:00 )
Jun 24, 2023 12:09 Asia/Kabul

هغه خبرونه چې  په ماسکو کې دپوځي  حکومت  د ټينګیدا او د ټانکونو ددیره کیدا په باب خپره شوي ، په بشپړ ډول دروغ دي  او د حالاتو د خرابولو یوه چټي هڅه ده .

ایران پریس خبری آژانس له  ماسکو   راپور ورکړی، در وسیې په پلازمینې ماسکو کې د کورنیو  چارو وزارت او خارجه وزارت د شاوخوا عکسونه او ویډیوګانې ښئ چې  په دغه ښار کې آرامښت ټینګ دی  او خلک په آرام اوثبات کې تګ راتګ کوي او د ناکراریو کومه نښه هم نه ښکاري .

په راپور کې وئیل شوي دي،  د ماسکو واټونه نن سهار راهسې  د نورو ورځو په شان کرار دي او د روسیې په پلازمینې ماسکو کې تر دې دمه هیح مشکل او ناکراري نه دی راپور شوې .

د ایران پریس خبریال پخپل راپور کې وئیلي دي ، هغه خبرونه چې  په ماسکو کې دپوځي  حکومت  د ټينګیدا او د ټانکونو ددیره کیدا په باب خپره شوي ، په بشپړ ډول دروغ دي  او د حالاتو د خرابولو یوه چټي هڅه ده .

د واګنر وسلوالې ډلې د قوماندان یوګني پریګوژین په جنجالي  څرګندونو پیسې ،ځینو رسندویو  په ماسکو کې د امنتی تدبیرونو  د اعمالولو خبر ورکړی ؤ. پریګوژین پرون  له کومو شواهدو وړاندې کولو پرته مدعی شوی  چې  دروسیې پوځ  دو اګنر ځواک کابو دوه زره پرسنل وژلي دي . وئيل کیږی د روسیې  چارواکو پریګوژین د وسلوال بلوا په منظمونې تورن کړی او دهغه په ضد ئې دوسیه جوړه کړې ده .