په سویډ کې د قرآن د سپکاویوپه ضد د اسلامی نړۍ یو موټی دریځ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i135178-په_سویډ_کې_د_قرآن_د_سپکاویوپه_ضد_د_اسلامی_نړۍ_یو_موټی_دریځ
په سویډ کې  د قرآن کریم  دسپکاویو تکراریدا  په اسلامی هیوادونو کې د حکومتونو،خلکو،شناندو،کارپوهانو او مراجعو  له پراخو غبرګونونو سره  مخامخ شوې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 01, 2023 13:56 Asia/Kabul

په سویډ کې  د قرآن کریم  دسپکاویو تکراریدا  په اسلامی هیوادونو کې د حکومتونو،خلکو،شناندو،کارپوهانو او مراجعو  له پراخو غبرګونونو سره  مخامخ شوې ده .

د جون په ۲۸نیټه د سلوان مومیکا په نامې سره یوه عراقي توکمه سویډي ښاریز په سټاکهم کې د د قربانۍ دلوي اختر  دچټیانو په لومړنۍ ورځ،ددغه ښار  دیوه مرکزی جومات په وړاندې  د قرآن پاک یوه نسخه وشلوله او بیا ئې ورته  اور  واچوؤ.

د سلوام مومیکا دغه سپک اقدام ،د سویډ د حکومت په ملاتړ سره ترسره شو.ددغه سپير او ځيږ  او بوږنونکي جنایت  شنه اشاره ، دسویډ د یوې محکمې له خوا په یوې فیصلې سره ورکړل شوې ده. دوه اونۍ مخکې دسویډ پولیسو وئيلي وو، چې ټاکل شوې ده ، په سټاکهم  کې دوه مظاهرې وشي او په هغو کې به قرآن کریم ته اور واچول شي اوپولیس ددغو مظاهرو  دمجوز   د صادرولو مخالف دی ،خو  نوموړي محکمې   دپولیسو دغه غوښته رد کړه.

Image Caption

 

یو څيړنیز خبریال ولید المقدادي چې په سویډ کې ژوند کوي، په  ؛ترټولو ښې خبرې ؛نومې پروګرام کې چې  د روسیا الیوم  چینل څخه خپریږي، ووئيل، سیلوان مومیکا د عراق په شمال کې د نینوا ولایت اوسیدونکی او یو لیبرل،ملحد او افراطي کس دی ، هغه  د سریاني ډيموکراټيک ګون بنسټګر او   د؛صقور السریان ؛نومې وسلوالې ډلې کمانډر  ؤ  چې  د داعش له نیواکه د نینوا ولایت دآزادولو لپاره جوړه کړې شوي وه. دهغه په وینا،سلوان مومیکا  په ۲۰۱۷کال کې  د جنګی جنایتونو په تور ونیول شو او وروسته د لویدیځي هیوادونو په دخالت سره  خوشي شو او سویډته لاړ اوا وس هم دداغه هیواد  د یوۀ  سرزوري  اوافراطي ګوند غړی دی.

د قرآن کریم په ضد دسپکاوي اقدام د سویډ  او د درستې نړۍ  دمسلمانانو ددیني حقوقو د خلاف ورزۍ ښکاره مصداق دی چې په ځان پسې ئې د  له حکومتونو او ولسه رانیولې تر مراجعو پورې ددرستو مسلمانانو یوموټي شونه درلودلې ده. دعراق په زرګونو کسان وړمه ورځ  په بغداد کې د سویډ  دسفارت په وړاندې غونډ شول او او د سویډ د سفیر د ویستلو غوښته ئې وکړه .

ډیرو اسلامی حکومتونو هم  دقرآن کریم په ضد په سپکایو غبرګونونه  وښودل.  د متحده عربی اماراتو  خارجه وزارت دسویډ دسفیر په احضارولو سره  ټينګار کړی چې  افراطي عناصرو ته  د سویډ دحکومت اجازت ورکول او د قرآن کریم د  نسخې سوځول ، اجتماعي ارزښتونو ته دبې احترامۍ نښه  ده  . د اردن خارجه وزارت هم  دسویډ سفیر احضار کړی ا، ټينګار ئې کړی دی،دغه اقدامات  جنایت دی او په درستې نړۍ کې  د څه د پاسه  دوه میلیارډ مسلمانانو داحساساتو دپاریدا سبب کیږي. نو ځکه دغه اقدامات، چې د کرکې او نفرت د کلتور یوه ترټولو بده بیلګه  ده ، باید ورسره مقابله وشي او د سولې  او د نورو  د منلو فرهنګ دود شي.

 

دعراق د الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک  کمانډر فالح ا لفیاض  هم دغه سپير اقدام  بې ننګه ترهه ګري وبلله . د عربی نړۍ د سیاسی اقتصاد  یوه شناندي او  دنړیوالو  اړیکو څیړاند  ابوبکر الدیب  هم د سویډ په ضد د رټونکي بایکاټ  د آوزار د  کارولو غوښتنه کړې او و ئيلي ئې دي ،د قرآن کریم د سوځولو له جنایته وروسته ،د سویډ په ضد د اسلامی او عربی هیوادونو داقتصادي بایکاټ  د وسلې فعالیدا د سټاکهم لپاره  څه دپاسه  شل میلیارډ ډالري لګښتونه  درلودلي دي.

د اسلامی ملګرتیا موسیسې سکرټریټ  هم اعلان کړی چې راتلونکي اونۍ په سویډ کې د قرآن کریم د سپکاویو داقداماتو د ارزونې په موخې سره  د عربستان په جده ښار کې  ددغې موسیسې بیړنۍ غونډه ترسره کیږي.په عین حال کې په عراق کې د نړۍ د یوه ستر دیني مرجع  آیت ا... العظمی سید علی  سیستاني  په یوې اعلامیې  کې د سویډ دپولیسو په مجوز سره  دقرآن کریم  د سپکاوي  په باب د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش ته  دیوه پیغام په لیږلو سره  وئیلي دي،  د بیان آزادۍ  ته احترام  ددغه شان  شرمؤنکي   چلند لپاره  هیڅ ډول مجوز نشي کیدلی چې په نړۍ کې په نړۍ کې ئې د  څه دپاسه دوه میلیارډ  مسلمانانو  مقدساتو باندې ښکاره تیری  دی او  د غلطو چلندونو او   او د افراطي افکارو  د خوریدا لپاره دیوې مناسبې  فضا درامینځةکیدا سبب  کیږي:::