ورځپاڼو ته کتنه
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
په پیل کې هم د ایران اړوند ورځپاڼې:
خراسان ورخپاڼه:
د "آستانه پروسې" د دوام لپاره تفاهم
==========
امیر عبداللهیان له خپل سوري سیال سره په کتنه کې وویل: د ګډې بیمې شرکت جوړېدل، د دواړو هېوادونو د ملي اسعارو سره د تجارتي راکړو ورکړو موافقه او سوریې ته د ایراني زیارت کوونکو د سفر پیلول به تعقیب شي.
په داسې حال کې چې په دې ورځو کې د ترکیې او سوریې په ګډون د ایران او روسیې د بهرنیو چارو د وزیرانو د دویمې غونډې د ترسره کېدو خبرې روانې دي او کارپوهان په مسکو کې د تېرې غونډې د موافقې د عملي کېدو په تمه دي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سوریې او ترکیې ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د اقداماتو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې په تهران کې له خپل سوري سیال سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل: د ایران، سوریې، روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په وروستۍ غونډه کې دغه وړاندیز وشو چې د ترکيې پوځي ځواکونه د مهالوېش له مخې له سوريې څخه ووځي او بېرته خپلې سرحدي سيمې ته ستانه شي.
له بلې خوا د سوریې لوړپوړي چارواکي او د دغه هېواد ولسمشر دا موضوع ومنله چې له سوريې څخه د ترکيې د پوځي ځواکونو له وتلو سره هممهاله د ګډو پولو د امنيت د تامينولو لپاره د اقدام کولو موافقه وکړي.
////////////////
کیهان ورځپاڼه:
کنعاني: د بندیزونو د لیرې کولو لپاره خبرې اترې پر امریکا د باور پر بنسټ نه دي
==========
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی په یوه خبری کنفرانس کې د دې په بیان سره چې ایران د ایران د ملت د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره د برجام د خبرواترو او د ملت د ملي ګټو په اساس د بندیزونو لیرې کول تعقیبوي ټینګار وکړ: د برجام لپاره د خبرو اترو دوام او د ظالمانه بندیزونو لیرې کول او خپلو ژمنو ته د اړخونو مسؤلانه راستنېدل د امریکا پر رژیم باندې د ایران د حکومت او خلکو د باور په اساس نه دي.
کنعاني د دې پوښتنې په ځواب کې چې رابرټ مالي ته منسوب د خپرې شوې آډیو فایل په اړه او په دې دوسیه کې ویل شوي چې له ایران سره د خبرو اترو او د برجام د موافقې هدف پر ایران د فشار زیاتول دي، وویل: هغه څه چې ویل شوي د هغه مسئولیت د امریکا پرغاړه دی او دوی باید په دې اړه وضاحت ورکړي.
////////////////
د افغانستان اړوند ورځپاڼې
مسیر ورځپاڼه:
د قطر ناسته؛ سرپرست حکومت د بندیزونو لرې کېدو غوښتنه کړې ده
============
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دوحه کې د امریکا له استازي څخه غوښتي چې پر سرپرست حکومت بندیزونه لرې کړل شي.
د سرپرست حکومت ویاند وايي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د امریکا له استازو سره په لیدنه کې همدارنګه له هغوی غوښتي چې د افغانستان په اقتصادي وده کې خنډ رامنځته نه کړي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، چې په بشري مرستو، افغانستان ته د ازاد تګ راتګ او افغانانو ته د نړۍ په هره برخه کي د قونسلي خدماتو رسېدل هم مهم موضوعات وو چې بحث ورباندې وشو.
په دوحه کې د افغانستان په تړاو جوړه شوې غونډه چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ پکې يوه پلاوي او د افغانستان لپاره د امریکا استازي، توماس وېسټ او د بشر او ښځو حقونو په چارو کې د امریکا استازې رینا امیري حضور درلود، پرون پایته ورسېده.
///////////////
مسیر ورځپاڼه:
روغتیا سازمان: افغانستان او پاکستان د پولیو له منځه وړلو ته نږدې شوي
=============
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو د نویو پېښو په کمېدو سره دغه هېوادونه د ګوزڼ ناروغۍ د ویروس له منځه وړلو ته نږدې شوي دي.
پاکستان کې سږ کال یوازې د ګوزڼ یوه پېښه ثبت شوې او په افغانستان کې په تېرو اوو میاشتو کې د دغې ناروغۍ پنځه پېښې ثبت شوې دي.
د روغتيايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د پوليو ويروس په افغانستان کې يوازې په دوو ولايتونو ننګرهار او کونړ کې چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، خپرېږي.
په روان کال کې د پولیو ټولې پنځه پېښې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې دي.
د روغتیا په نړیوال سازمان کې د ختیځې مدیترانې لپاره د پولیو د له منځه وړلو څانګې مشر ویلي، چې د پوليو د ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره په روان کال کې د افغانستان او پاکستان د پولې ترمنځ همکاري او همغږي ډېره مهمه ده.
///////////
هېواد ورځپاڼه:
د بدخشان په اوو ولسواليو کې سېلابونو خلکو ته ډېر زيانونه اړولي
==========
د بدخشان سيمه ايز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په اوو ولسواليو کې د سېلابونو له امله کرنيزې ځمکې، د استوګنې کورونه او عامه تاسيسات ويجاړ شوي، ګڼ شمېر څاروي له منځه تللي او خلکو ته ډېر مالي زيانونه اوښتي دي.
د بدخشان پېښو ته د رسېدو په چارو کې مشر محمد اکرم اکبري وويل: له تېرو درېيو ورځو راهيسې د بدخشان اووه ولسواليو ته شديد سېلاب راغلي او د استوګنې کورونه، کرنيزې ځمکې او عامه تاسيسات يې ويجاړ کړي دي.
هغه زياته کړه، چې تر اوسه د زيانونو کره شمېره نه ده معلومه او د سروې ډلې د سېلابونو ځاى ته تللي دي.
د اکبري په وينا، اوس هم د دغو ولسواليو په يو شمېر سيمو کې سېلابونه روان دي او خلک مرستو ته اړتيا لري.
//////////////
هېواد ورځپاڼه:
افغاني سره میاشت: له افغانستان سره د مرستو دوام او د هغو زياتول جدي اړتيا ده
=============
د افغاني سرې مياشتې سرپرست مولوي مطيع الحق خالص د عربستان د سرې مياشتې له مشر ډاکټر جلال العويسي سره په کتنه کې وويل، چې له افغانستان سره د مرستو دوام او زياتولو ته اړتيا ده.
د افغاني سرې مياشتې مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ويلي، چې مولوي مطيع الحق خالص د عربستان په جده ښار کې د عربستان د سرې مياشتې له مشر ډاکټر جلال العويسي سره په کتنه کې، د ګرځنده روغتيايي مرکزونو او امبولانسونو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او وويل، چې له افغانستان سره د مرستو دوام او زياتولو ته اړتيا ده.
خبرپاڼه کې راغلي، چې ورته مهال په دې کتنه کې د عربستان د سرې مياشتې مشر ژمنه وکړه چې د ملک سلمان خيريه بنسټ له لارې به له افغاني سرې مياشتې سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د زياتوالي لپاره به یې هڅې وکړي.
//////////////
هشت صبح ورځپاڼه:
طالبان: تېر کال طبیعي پېښو ۷۰۰ تنه وژلي او ۷۰۰ نور یې ټپیان کړې دي
==========
د طالبانو تر کنټرول لاندې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي، چې تېر کال په هېواد کې د طبیعي پېښو له امله نږدې ۷۰۰ کسان وژل شوي او تر ۷۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي ویلي، چې په دې موده کې ۲۰ زره کورونه په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ شوي او تر ۱۰۰ زرو ډېرې کورنۍ بې ځایه شوې دي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې په دې موده کې د هېواد ۲۰ ولایتونه د سېلابونو او څلور هم د زلزلې له ګواښ سره مخ وو. رحیمي ویلي، چې دغه وزارت تر اوسه ١٢٠ وړې بېړنۍ پروژې پلې کړې دي.
په ورته وخت کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري چارو عمومي مشر عبدالرحمن زاهد وايي، چې وروستۍ څېړنې ښيي چې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې ډېرې زلزلې لري. د هغه په وينا، شمالي او شمال ختيځ ولايتونه د زلزلې له ګواښ سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په میدان وردګ، غزني، پکتیکا او پروان ولایتونو کې وروستیو سېلابونو ګڼ شمېر اوسېدونکو ته مرګ ژوبله اړولې او دوی ته یې هم ستر مالي زیانونه هم اړولي دي.
////////////
اطلاعات روز ورځپاڼه:
خوست کې انسان تښتوونکو یو ماشوم له تښتولو وروسته وژلی
=========
خوست کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې انسان تښتوونکو یو ماشوم له تښتولو وروسته په مرموز ډول وژلی دی.
سرچینې وايي، چې د احمد په نوم یاد ماشوم څه موده وړاندې د مرکز اړوند له «راغه» کلي څخه انسان تښتوونکو تښتولی وو او د خلاصون په بدل کې یې له کورنۍ څخه د زرګونه امریکايي ډالرو غوښتنه کوله، چې د نه ورکړې په صورت کې یې یاد ماشوم په بې رحمانه ډول وژلی دی.
د سرچینې په حواله چې په خوست کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ پولیسو د ځانګړو عملیاتو پر مهال د دغه ماشوم جسد د هغوی د یو ګاونډي په کور کې په داسې مهال پیدا کړی، چې له وژلو وروسته یې په یو تشناب کې غورځولی وو.
که څه هم تر اوسه په دې اړه د امنیې قومندانۍ له لوري رسمي څه نه دي ویل شوي، خو سرچینه زیاتوي چې په یادو عملیاتو کې یې په پېښه کې ښکېل انسان تښتوونکي نیولي خو دا چې څو تنه دي نور جزئیات یې نه دي ورکړي.
د خوست ولایت اوسېدونکي بیا د طالبانو له امنیتي ارګانونو غوښتنه کوي چې د احمد په نوم د وژل شوي ماشوم قاتلینو ته دې په عام محضر کې سزا ورکړل شي.
خوست د هیواد له ګڼ نفوسه ولایتونو دی، چې په دې وروستیو کې پکې د غلا، جنايي او انسان تښتوونې پېښې ډېرې شوې، چې خلک یې اندېښمن کړي خو طالب چارواکي بیا وايي چې په یادو پېښو کې یې ګڼ کسان نیولي دي.
///////////
د افغانستان اړوند بهرنۍ ورځپاڼې
انډیپنډنټ: داعش په افغانستان او پاکستان کې د چین هدفونه په نښه کوي
=============
برېتانوۍ انډیپنډنټ ورځپاڼې د پاکستان په باجوړ سیمه کې د یکشنبې د ورځې هغه برید ته پام اړولی، چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د ګوند پریوې غونډې وشوه.
د خراسان څانګې داعش د دغه برید مسئولیت پر غاړه واخیست.
مخکې له دې چې داعش د دې برید مسئولیت پرغاړه واخلي، انډیپنډنټ ورځپاڼې د پاکستان د پولیسو په حواله لیکلي وو چې: لومړنۍ څېړنې ښیي چې دا کار به داعش کړی وي.
هغه ډله چې د ورځپاڼې په وینا، د افغان طالبانو یوه رقیبه ډله ګڼل کېږي.
په دې لیکنه کې وړاندې لولو،چې دا برید پرهغه ګوند شوی چې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د ائتلاف یو مهم غړی بلل کېږي.
د انډیپنډنټ په لیکنه، دا برید داسې مهال شوی چې څو ساعته مخکې د چین د بهرنیو چارو مرستیال هي لي فینګ اسلام آباد ته رسېدلی وو.
ویل شوي، نوموړی پاکستان ته د دې لپاره تللی چې د چین – پاکستان د اقتصادي دهلیز د رامنځته کېدو لسمه کلیزه ولمانځي.
چین د دې پروژې په ترڅ کې په پاکستان کې د میلیاردونو ډالرو پانګونه کړې ده.
داعش ډلې په افغانستان کې هم د چین هدفونه په نښه کړي دي.
تحریک طالبان پاکستان او افغان طالبانو دواړو دغه برید غندلی دی.
////////////////
فارن پالیسي:
فارن پالیسي خپرونې د القاعده شبکې د پخواني مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو پر لومړۍ کلیزې تمرکز کړی دی.
=========
لیکوال پوښتنه کوي چې پرالقاعده شبکې څه وشول چې په تېر یوه کال کې د رسنیو له سرلیکونو لوېدلې ده.
په دوام کې لولو، چې ظواهري د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۱مه په کابل کې په یوه میلمستون کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.
خو فارن پالیسي په دوام کې دا خبره هم کړې چې یوکال وروسته، د القاعده شبکې تراوسه د ظواهري ځای ناستی نه دی اعلان کړی.
فارن پالیسي ویلي چې دغه چاره د دې ښکارندوي کوي چې د دې نړیوالې جهادي شبکې لپاره کار او د رهبرۍ ادعا یې سخته شوې ده.
د خپرونې په لیکنه په حقیقت کې القاعده په وروستیو کلونو کې پرلپسې ځپل شوې، چې د لیکوال په باور، په پایله کې یې د امریکا او د متحدینو لپاره یې خطرکم کړی دی.
///////////////////