د نیجر نظامي شورا د دولت نوي تشکیلات اعلان کړل
د نیجر هېواد د ریاست جمهوري ځواکونو د جولای په ۲۶مه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دغه هېواد ولسمشر تر نیولو وروسته له دندې ګوښه کړ.
د نیجر هېواد د ریاست جمهوري ځواکونو د جولای په ۲۶مه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دغه هېواد ولسمشر تر نیولو وروسته له دندې ګوښه کړ.
د الجزیرې تلویزیون د خبر له مخې، د نیجر نظامي شورا له لورې نن پنجشنبه د دغه هېواد نوی دولت د ۲۱ وزیرانو په تشکیل سره اعلان کړ.
د خبر له مخې، د نیجر د کودتا کوونکو قوماندان عبدالرحمن چیاني چې د نظامي شورا د رئیس په توګه ټاکل شوی، د نوي دولت د تشکیل فرمان لاسلیک کړی.
نیجر هېواد ۱.۳ میلیونه کیلو متره مربع مساحت لري چې ۲۴ میلیونه نفوس یې مسلمانان دي.
دغه هېواد د یورانیمو ذخیرې لري چې د۱۹۶۰ کال راهیسې د فرانسې هېواد مستعمره وو او سږ کال یې خپله خپلواکي اعلان کړه.