لویدیځ هیوادونه د اوکراین جنګ زیاتوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i137406-لویدیځ_هیوادونه_د_اوکراین_جنګ_زیاتوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اوکراین په جګړه کښې د لویدیځو هیوادونو د جنګ د زیاتولو په دوام کښې د ډانمارک لومړي وزیر میټ فریډریکسن وویل چې دغه هیواد به نولس ایف شپاړس ډوله الوتکې اوکراین ته واستوي.
(last modified 2023-08-20T21:24:31+00:00 )
Aug 21, 2023 01:27 Asia/Kabul
  • لویدیځ هیوادونه د اوکراین جنګ زیاتوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اوکراین په جګړه کښې د لویدیځو هیوادونو د جنګ د زیاتولو په دوام کښې د ډانمارک لومړي وزیر میټ فریډریکسن وویل چې دغه هیواد به نولس ایف شپاړس ډوله الوتکې اوکراین ته واستوي.

هغه وویل هیله من یم چې شپږ (۶)ایف شپاړس جنګي الوتکې په نوي میلادي کال او اته نورې جنګي الوتکې په راتلونکي کال او پینځه نورې الوتکې هم په ۲۰۲۵ میلادي کال کښې اوکراین ته وسپارل شي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي پرون د وسله والو ملاتړونو د ترلاسه کولو لپاره ډانمارک ته ورغی.

هغه له ډانمارک څخه مخکې هالینډ هم سفر کړی و.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د هالینډ له چارواکو سره له کتنې وروسته له دغه هیواد څخه اوکراین ته د دوه څلویښتو ایف شپاړس جنګي الوتکو د انتقالولو خبر ورکړی و.

اروپايي او لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا د روسیې پرضد د بایکاټونو او د دباونو په زیاتولو او اوکراین ته د ډول ډول سپکو او درنو وسلو په ورکولو سره نه یوازې د اوکراین د جنګ د ختمولو لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی بلکې له مخکې څخه زیات یې د جنګ زیاتولو ته لمن وهلي ده.

د روسیې چارواکو او د لویدیځو هیوادونو ځينو رسنیو او کارپيژاندو د اوکراین جنګ د روسیې او د لویدیځو هیوادونو ترمینځ د نورو په استازي توب جنګ بللی دی.