۸.۲ ميليونه افغانان په ګاونډيو هېوادونو کې کډوال دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i137466-۸.۲_ميليونه_افغانان_په_ګاونډيو_هېوادونو_کې_کډوال_دي
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسيف) وايي چې تر ۸.۲ ميليون زيات افغانان په ايران، پاکستان، تاجيکستان او ازبکستان هېوادونو کې ژوند کوي.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Aug 22, 2023 08:11 Asia/Kabul
  • ۸.۲ ميليونه افغانان په ګاونډيو هېوادونو کې کډوال دي

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسيف) وايي چې تر ۸.۲ ميليون زيات افغانان په ايران، پاکستان، تاجيکستان او ازبکستان هېوادونو کې ژوند کوي.

د اطلاعات روز ورځپاڼې د خبر له مخې، يونيسيف په يوه راپور کې ويلي چې په افغانستان کې اوږدو کړکېچونو د دې هېواد وګړي کډوالۍ او پناه غوښتنې ته اړ کړي دي. د يونيسيف په وينا، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ۱.۶ ميليون وګړي کډوال شوي دي.

په دې راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۳ د جون تر ۳۰ پورې، تر ۸.۲ ميليون زياتو افغانانو په بېلابېلو وضعيتونو کې په ايران، پاکستان، تاجيکستان او ازبکستان هېوادونو کې ژوند کاوه. له دې کډوالو څخه ۲.۱ ميليون پناه غوښتونکي ثبت شوي دي.

يونيسيف زياته کړې چې د ۲۰۲۳ کال د لومړۍ نيمايي پر مهال يې په پنځو هېوادونو کې د افغانستان د وګړو او د کوربه ټولنې د غړو ملاتړ کړی دی.

د یونيسيف په وينا، په دې هېوادونو کې يې ۲۱۰ زره ماشومانو ته د شري واکسين ورکړی او د ۱۳ زره خوارځواکو ماشومانو درملنه يې کړې ده او همدا راز يې ۱۰۲ زره ماشومانو ته زده کړو ته د لاسرسي زمينه برابره کړې.