په اکوادور کې یوه بله وژنه
په اکوادور کې د ښاري شورا یو غړی وژل شوی دی.
تر دې مخکې د اکوادور ولسمشر د دغه هېواد د یوه لوی ښار د ښاروال په ګډون د دوو کسانو له وژل کېدو وروسته بېړنی حالت اعلان کړ.
د ايرنا د خبر له مخې، د ايکوادور د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغه هېواد په جنوب لوېديځ کې د ګويا د ښاري شورا غړى بوليوار ويرا د پنجشنبې په ورځ ورک شو او جسد يې د جمعې په ورځ وموندل شو.
د اکوادور د ښي اړخي سوسیال مسیحي ګوند د دې غړي جسد د ګیاس ولایت په ځنګلي سیمه کې په داسې حال کې موندل شوی چې لاسونه یې تړل شوی او په وینو لت پت وو.
د "ګویاس" یوه امنیتي چارواکي وویل: هغه په "سر او سینه" څو مرمۍ لګیدلي دي.
په ایکوادور کې د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو چې د اکتوبر په پنځلسمه به ترسره شي؛ سیاسي تاوتریخوالی څو اونۍ مخکې زیات شوی دی.
تر اوسه په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ نوماند، ښاروال، پارلماني نوماند او يو ځايي مشر وژل شوي دي.