په جنوبي کوریا کې د ښوونکو د ځان وژنې دوام
د جنوبي کوریا پولیسو په دغه هیواد کې د یوه بل ښوونکي د ځان وژنې خبر ورکړ.
په سویلي کوریا کې د څو ښوونکو د وروستيو ځان وژنې وروسته، حکومت د ښوونکو د معاشونو د ښه کولو او په ټولګیو کې د واک د زیاتولو لپاره د لارو چارو په لټه کې دی.
څه موده وړاندې په سیول کې د ښوونکو د ملاتړ لپاره په یوه لاریون کې له ۲۱۰۰۰ څخه زیاتو کسانو برخه اخیستې وه.
دغه لاريون وروسته له هغه وشو، چې يوې ٢٣ کلنې ښځينه ښوونکې چې د لومړي ټولګي د زده کوونکو مسووله وه، د يوه زده کوونکي د مور او پلار د شکايت په ترڅ کې د رواني فشار له امله خپل ژوند پای ته ورساوه.
د ایرنا د خبر له مخې د جنوبي کوریا د دایجیون ښار پولیسو د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې څلویښت کلن ښوونکی د ځآن وژنې له هڅې وروسته روغتون ته ولیږدول شو خو هلته یې ساه ورکړه.
د ښوونکي کورنۍ په یوه مرکه کې ویلي چې د پرله پسې شکایتونو او د ماشومانو د ځورونې د تورونو له امله هغه سختې ورځې تېرولې.
د سویلي کوریا د ښوونکو اتحادیې په وینا ، دا سړی له ډیرې مودې راهیسې تر روانې درملنې لاندې وو.