تاجکستان او ازبیکستان د طالبانو پر سیاستونو اندېښمن دي
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د منځنۍ آسیا د هېوادونو د مشرانو په مشورتي غونډه کې وویل: موږ لا هم له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو د زیاتوالي په اړه اندېښمن یو.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په دې غونډه کې زیاته کړه چې د تاجکستان د پولو په اوږدو کې د نشه يي توکو تولید او قاچاق هم څو برابره زیات شوی دی. په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنۍ له پیل راهیسې، د ګډو پولو د امنیت مسله د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د یوې مهمې ننګونې په توګه راپورته شوې ده. ځکه په افغانستان کې واک ته د طالبانو د راتګ یو لامل، د امریکايي سیاستونو په چوکاټ کې دننه د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د ترهګرۍ لېږل ګڼل کېږي.
له همدې امله اوس هم په تاجکستان کې دا اندېښنه شته چې له افغانستان څخه د ناامنیو خپرېدل به د دغه هېواد پولو ته ورسېږي، له همدې امله د تاجکستاني سرچینو په وینا، له افغانستان سره پر پوله د تاجکستان د پوستو شمېر، له سلو څخه زیات شوی او د دوشنبې حکومت هم له افغانستان څخه د ترهګرو له انتقال او په خپل هېواد کې دننه له ناامنۍ څخه اندېښمن دی.
د سیمه ایزو چارو کارپوه اسدا.. زائري په دې اړه وايي:
په تاجکستان کې د اندېښنې د زیاتېدو یو لامل، له طالبانو سره د دغه هېواد کړکېچ دی. په تاجکستان کې د طالبانو د ځینو مخالفانو شتون د دواړو لورو ترمنځ سختې بې باورۍ ته لمن وهي او تاجکستان له بدخشان ولایت څخه خپل هېواد ته د ترهګرو د نفوذ په اړه اندېښمن دی.
خو د سیمې د هېوادونو اندېښنې یوازې تر تاجکستان پورې محدودې نه دي، بلکې د ازبیکستان ولسمشر "شوکت میرضیایف" هم د قوشتپې کانال د جوړېدو په تړاو د طالبانو د پلان په اړه غبرګون ښودلی او ټینګار یې کړی، چې دغه کانال به د مرکزي آسیا د اوبو پر جریان اغېزه وکړي. هغه د آرال سمندر د ژغورنې نړیوال سازمان د مشرانو په ناسته کې د خبرو پر مهال افغانستان ته وړاندیز وکړ چې د منځنۍ آسیا د اوبو له سرچینو څخه د ګډې استفادې په اړه په خبرو کې ګډون وکړي. د اوبو مسله د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو تر منځ یوه له مهمو ننګونو څخه ده چې د ګډو سیندونو له اوبو څخه ګټه اخلي، امو سیند هم یو له ګډو سیندونو څخه دی چې د ازبیکستان د کرنیزو ځمکو لویه برخه په ځانګړي ډول پنبه، د امو سیند اوبو پورې اړه لري.
له همدې امله، د ازبیکستان ولسمشر اعلان وکړ چې د قوش تېپې کانال د جوړېدو د سیمې د اوبو پر وضعیت د اغېزو له امله، د دې کانال د ټولو اړخونو د څېړلو او د امو سیند د اوبو پر بهیر باندې د هغې اغیزې په موخه، زموږ د هېوادونو د څېړنیزو بنسټونو په ګډون، د یوې ګډې کاري ډلې جوړول اړین دي.
د قوش تپې د اوبو لګولو کانال د افغانستان په شمال کې د اوبو د لېږد تر ټولو لویه پروژه ده چې د امو له سیند څخه د ۱۰ میلیارد متر مکعبه اوبو د لېږد ظرفیت لري. د دغه کانال اوږدوالی ۲۸۵ کیلومتره، پلنوالی یې ۱۵۲ متره او ژوروالی یې له ۸.۵ څخه تر ۱۲.۵ مترو پورې دی.
د اقتصادي کارپوهانو په وینا، که د قورش تېپې د اوبو کانال پروژه بشپړه شي، نو دا به د سیمه ایزو شخړو د زیاتوالي لامل شي، ځکه چې دا پروژه به له ازبیکستان سره پولې ته څېرمه، د پنبې هغه کروندې چې د دغه هېواد تر ټولو لویې کروندې ګڼل کېږي او د امو سیند له اوبه خړوبېږي، دغه اوبه به افغانستان ته وغځوي.
د اوبو او چاپېریالي چارو کارپوه "نجیب ا.. سدید" په دې اړه په دې باور دی، چې د قوش تېپې پروژه د طالبانو د حکومت یوه لوړه ادعا ده، چې په چټکۍ سره د پرمختګ له لارې، ځان د یوه وړ واکمن په توګه انځوروي، چې د افغانستان د پرمختګ په لټه کې دي. طالبان د سترو زیربنایي پروژو په پلي کولو کې د خپل ځواک په ښودلو سره، داسې ښیي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه اندېښمن دي، په دې توګه د عامه افکارو د جلبولو په ترڅ کې، په افغانستان کې خپل واک ټینګوي.
په هر صورت، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د تګلارې بهیر، چې په هر ډول هدف سره ترسره شوی وي، د امنیت او چاپېریال په برخو کې اندېښنې زیاتې کړي او دا کار په سیمه کې په ځانګړې توګه د اوبو په اړه کړکېچ ته لمن وهي. په همدې حال کې ګاونډي هېوادونه له طالبانو تمه لري، چې د یوه مسئول واکمن په توګه عمل وکړي.