د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډه هوکړه لاسلیک شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i167160-د_افغانستان_او_ازبکستان_ترمنځ_د_سوداګرۍ_ګډه_هوکړه_لاسلیک_شوه
‏بلخ ولایت کې د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت ځايي چارواکو او د خصوصي سکټور استازو د ازبکستان په سرخان دریا ولایت کې له ازبک چارواکو سره د سوداګرۍ ګډه هوکړه لاسلیک کړې ده.
(last modified 2025-11-14T01:56:42+00:00 )
Nov 14, 2025 06:21 Asia/Kabul
  • د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډه هوکړه لاسلیک شوه

‏بلخ ولایت کې د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت ځايي چارواکو او د خصوصي سکټور استازو د ازبکستان په سرخان دریا ولایت کې له ازبک چارواکو سره د سوداګرۍ ګډه هوکړه لاسلیک کړې ده.

سرچېنه زیاتوي؛ چې د یادې هوکړې له مخې به ازبکستان د هوايي دهلیز له لارې د افغانستان تازه میوې او سبزي جات سویلي اسیا او اروپايي هېوادونو ته صادروي.

د خبرپاڼې په حواله، افغان او ازبک سوداګر له هېواده بهر د غوښو صادراتو په برخه کې هم یوې هوکړې ته رسېدلي چې په لومړي پړاو کې له بلخ څخه ترمذ ته یوه اندازه غوښه هم صادره شوې ده.

دا هوکړه په داسې حال کې لاسلیک کېږي، چې تېره چهارشنبه د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له افغان سوداګرو وغوښتل چې، ژر تر ژره د پاکستان پر ځای د بدیلو لارو انتخابونه عملي کړي.

ملا برادر دغه راز له پاکستان سره هر ډول سوداګري بنده کړه.