Sep 24, 2023 12:42 Asia/Kabul
  • د قرآن کریم سپکاویو ته دې د سویډ حکومت  جدي غبرګون وښئ

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر  د سویډ له خارجه وزیر سره په کتنې کې  د الهي آسماني کتاب قرآن کریم  د سپکاویو په باب ددغه هیواد د حکومت د جدي غبرګون په ضرورت ټينګار وکړ.

حسین امیر عبداللهیان او د سویډ خارجه وزیر توبیّس بیلټروم  په نیویارک کې د ملګروملتو د عمومی اسمبلۍ په څنډې کې سریه لیده کاته کړي دي.

ایسنا خبری آژانس  راپور و رکړ،  دایران خارجه وزیر د سویډ له خارجه وزیر سره په دغې کتنې کې په تیرو میاشتو کې له هغه سره په  مشترکو ټيلیفوني خبرو  کې سپړل شوو موردونو ته په اشارې سره ووئیل،  په مختلفو حوزو :ې  د خبرواترو او د نظر دتبادلې لپاره ځينی مهمې موضوعګانې لرو ،البته تر ټولو مهمه موضوع  په سویډ کې د قران کریم د سپکاویو دوام دی.

د ایران خارجه وزیر په سویډ کې د قرآن کریم په بیا بیا سپکاویو دنړۍ د څه دپاسه دوه میلیارډ مسلماننو  داحساساتو داغي کیدا ته په اشارې سره  ووئيل،د نړۍ د دوو میلیارډ مسلمانانو په ارزښتونو باندې د سترګو د پټَولو په بیّه  دسویډ د  ارزښتونو دفاع  دمنلو وړ نه ده، نو ځکه غواړو ،په دې زمینې کې د سویډ د حکومت ځواب  وئيلو او د مسئولیّت منلو پر اهمیّت او ضرورت   ټينګار وکړو. هغه روښانه کړه ، د سفیرانو دمبادلې په باب  په سویډ کې د قرآن کریم په باب د یوه ښه  اقدام په انتظار کې یوو.

د ایران خارجه وزیر همداراز په سویډ کې د حمید نوري زنداني کیدا   او د هغه وضعیّت ته په اشارې سره هم ووئيل،د حمید نوری د دوسیې ترشا د منافقینو ترهه ګره ډلګۍ ده  چې لاسونه ئې د زرګونو ایرانیانو په وینو ککړ دي او تمه دا ده چې  دسویډ حکومت د  بیا کتنې په مرحلې کې یوه عاقلانه او شجاعانه فیصله وکړي او هغه دې خوشی کړی.

د سویډ خارجه وزیر  هم په دغې کتنې کې ووئيل، له اسلام ضده پروسه  د سویډ دحکومت په نزدهیڅ اهمیّت نه لري او د دیني زغم  پلویان یوو. توبیّس بیلسټرم  له تهران سره د ملګرتیا او خبرواترو  دوام ته د  سویډ دلچسپي اعلان کړه.

 

ټیګونه