درې میلیارډه خلک د سالمو خواړو لپاره پیسې نلري
Oct 24, 2023 02:01 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش وویل په دنیا کښې څه د پاسه درې میلیارډه خلک د سالمو خواړو د لګښتونو د تامینولو وس نلري.
هغه پرون د دنیا د خواړو د امنیت د کمیټۍ یوپنځوسمې غونډې ته په ویډیويي پیغام کښې وویل دغه غونډه د نړۍ د خواړو د امنیت لپاره د کړکیچ په وخت کښې ترسره کیږي.
د ملګروملتونو مشر ګوټریش وویل تیر میلادي کال په دنیا کښې اوه سوه پینځه دیرش میلیونه خلک وږي وو.
د ملګروملتونو د سرمنشي ګوټریش دغه خبرې په داسې حال کښې دي چې د صهیونیسټ رژيم او د فلسطین د مقاومت د ځواکونو ترمینخ له جنګ سره په یووخت د ملګروملتونو د خواړو د نړیوال پروګرام اجرايي مشر سینډي میک کین وویل د فلسطین د غزې تړانګې خلک له لوږي مري او مونږ باید سیمې ته مرستې ورسوو.
ټیګونه