د اسرایئلِ رژِیم چارواکو غوږونه کاڼۀ شوي دي
په ملګروملتو کې د چین استازي په یولړ سختو اونیوکه کونکو څرګندونو کې ووئيل، اسرائيلو خپل غوږونه بند کړي دي او په غزې باندې مځکنئ او هوائي حملو ته دوام ورکوي.
المیادین خبری چینل راپور ورکړ، په ملګروملتو کې د چین استازي هان ژنګ بیګا دغزې د جنګ په باب د ملګروملتو د امنیت شورا په ناستې کې ووئيل،اسرائيلو خپل غوږونه کاڼۀ او بند کړي او په غزې تیریو ته دوام ورکوي او په دغې سیمې کې ئې یوه بې مخینې انساني غمیزه رامینځةکړ ده.
د چین دغه ډيپلوماټ ووئيل،د نیواکګر رژيم په توګه له اسرائيلو غواړو دغزې کلابندي دې ختمه کړي او د فلسطینیانو کوچول دې هم لغوه کړي.
په ملګروملتو کې د چین استازي دغه راز ووئيل،امنیت د ډله ایزو سزاګانو له لارې نه ترلاسه کیږي او له تاؤتریخوالي سره په تاؤتریخوالي ځواب د نفرت او سختې ډغرې سبب کیږي.
له دې سره په یووخت په امنیت شورا کې د روسیې استازي هم ووئيل، اسرائيلو دتاؤتریخوالي د ختمولو په باب د ملګروملتو د غړو د غوڅ اکثریّت په نظر سترګې پټوي او په نړۍ کې له ښکاره او بې مخینې غبرګونونو سره سره ، دغه رژیم دغزې تړانګې د آبادۍ دکوچولو لپاره د پلانونو اجرا پیل کړې ده.
