له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو دوام په اړه اندېښنه
د ډله ايز امنيتي تړون سازمان د ګډو ځواکونو مشر وايي: دغه سازمان له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو دمخنیوي په هڅه کې دی؛ ځکه دغه ګواښ لا هم شتون لري.
له بشکیک څخه د فارس خبري آژانس د خبر له مخې؛ د ډله ایز امنیتي تړون سازمان د ګډو ځواکونو مشر اناتولي سیدوروف نن (جمعه) وویل: دغه سازمان په پام کې لري چې په ۲۰۲۴ کال کې په قرغیزستان، قزاقستان او تاجکستان کې مانور ترسره کړي، چې د منځنۍ آسیا پر ګډې امنیتي سیمې ځانګړی ټینګار لري.
سیدروف زیاته کړه: دغه سازمان هڅه کوي چې له افغانستان څخه د ترهګریز ګواښ مخه ونیسي.
د ډله ایز امنیتي تړون سازمان د ګډو ځواکونو مشر همدارنګه وویل: موږ د یوه پوځي خطر په اړه خبرې نه کوو، بلکې د هغو ستونزو په اړه خبرې کوو چې د افغانستان چارواکي د یو شمېر سرحدي سیمو کنټرول نه لري.
د ډله ایز امنیت تړون سازمان یو نړیوال امنیتي سازمان دی چې په 2002 کې د 1992 کال د می 15مې د ډله ایز امنیت تړون پر بنسټ تاسیس شوی، او اوسني غړي یې ارمنستان، بلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، روسیه او تاجکستان دي.