د شیکاګو ډاکټرانو د فلسطین د خلکو ملاتړ کړی
Dec 10, 2023 06:28 Asia/Kabul
د امریکا د شیکاګو ښار روغتیایي کارکونکو د هنر موزیم مخې ته په راټولېدو سره، د غزې پر روغتیایي زیربناوو باندې پر پراخو بریدونو اعتراض وکړ.
د سي بي ایس د خبر له مخې، په دې راټولېدنه کې حاضرو ډاکترانو، د هغو ټولو ډاکټرانو او نرسانو د نومونو او انځورونو په ښودلو سره، چې د صهیونیسټي رژیم له لوري په شهادت رسېدلي، درناوی وکړ.
دغو ډاکټرانو په غزه کې د صهیونیسټانو نسل وژنه وغندله او د اوربند پر ضرورت یې ټینګار وکړ.
اسرائیلو له حماس سره د یوه اونیز اوربند تر پایته رسولو وروسته، پر غزې خپل پوځي بریدونه بیا پیل کړل.
په دغه سیمه کې د اسرائیلو په بې رحمانه هوایي او ځمکنیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ زره او ۴۸۷ فلسطینیان شهیدان شوي او څه دپاسه ۴۶زره او ۴۸۰ نور ژوبل دي.
ټیګونه