هند کې د چاودنې له امله ۹ تنه ووژل شول
Dec 17, 2023 11:57 Asia/Kabul
د هندوستان هېواد اړوند د چاودیدونکو توکو په یوه فابریکه کې د چاودنې له امله ۹ تنه وژل شوي دي.
د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هند په سوېل کې د مهاراشټرا ايالت د ناګپور کليوالي پوليسو مشر "هارش پودار" نن (يکشنبه) وويل: په دغه ايالت کې په يوه شرکت کې چاودنه شوې چې له امله يې د وژل شویو ترڅنګ څو تنه ټپيان شوي هم دی.
د انډیا ټوډې د راپور له مخې، هغه شرکت چې چاودنه پکې شوې، د هند د دفاع وزارت لپاره د چاودېدونکو توکو او نورو پوځي او دفاعي تجهیزاتو تولیدوونکی دی.
ټیګونه