هره ورځ د اوکراین ۸۰۰ پوځیان مړه او ژوبلیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ناټو تړون پخواني افسر اعتراف وکړ هره ورځ د اوکراین کابو اته سوه پوځیان د هیواد په جنګ کښې مړه او ژوبلیږي.
د ناټو تړون پخواني افسر «رالف ډي ټیله»د اوکراین په جنګ کښې هره ورځ د دغه هیواد د کابو اته سوه عسکرو په وژل کیدا او ژوبلیدا باندې اعتراف سره وویل دا په دې معنا دي چې اوکراین باید هره میاشت څه د پاسه شل زره عسکر د وژل شویو او د ژوبلو کسانو د ځاې ناستي کولو لپاره جذب کړي.
هغه په دوام کښې په دې خبرې سره چې د اوکراین ضد حملو د کي یف لپاره زیات لګښتونه لرلي دي وویل د اوکراین انساني ځواک او سخت اوزارونه په پام وړ ډول ورست شوي دي او په اوکراین کښې د جنګ په پلمه له کي یف څخه د لویدیځو هیوادونو د ملاتړ کمیدل د اوکراین د پوځیانو د روحیې د له مینځه تلو سبب دي.
د امریکا وال سټریټ جورنال ورځپاڼې هم په یوه راپور کښې وویل د اوکراین پوځ د ځواکونو د کمښت او د زیات ضرورت په دلیل ناروغه او بوډاګان خلک د جنګ لپاره جذبوي.
دا په داسې حال کښې دي چې اوکراین د ځواکونو د کمښت په شمول له ډیرو چیلنجونو سره مخ دي او په عین حال کښې دغه جنګ ځپلی هیواد د فساد او اوکراین د رسمي چارواکو ترمینځ د سیاسي ګډوډو حالاتو په شمول له نورو ډیرو داخلي مشکلاتو سره لاس او ګریوان دی.
په عین حال کښې د روسیې د وسله والو ځواکونو د ګډې کمیټۍ مشر «والري ګراسیموف» په ماسکو کښې د خارجي هیوادونو د پوځي اتاشیانو په غونډې کښې بیلابیلو موضوعګانو ته په اشارې سره ټینګار وکړ په اوکراین کښې د جنګ بندول د روسیې اصلي لومړیتوب دی.