جاپان کې د زلزلې له امله د مړو شمېر سل تنو ته ورسید
Jan 06, 2024 15:38 Asia/Kabul
په جاپان کې د څو ورځې وړاندې د زلزلې له امله د مړو شمېر سل تنو ته لوړ ورسید، دغه راز له ۲ سوو زیات کسان اوس هم لادرکه دي او اټکل کیږي چې د مړو په شمېر کې به زیاتوالی راشي.
د ریښتر په کچه د ۷.۶ درجې یادې زلزلې د جاپان په لوېدیځ کې ګڼ شمېر زیربناوې تخریب کړي او په هوکوریکو سیمه کې یې ۲۳۰۰۰ کورونه له برېښنا بې برخې کړي دي.
په یاد هېواد کې د کنډوالو لاندې د ژوندي پاتې شویو کسانو لټون د شپږمې ورځې لپاره لا هم دوام لري.
دغه زلزله په تېرو اتو کلونو کې په جاپان کې تر ټولو خونړۍ زلزله وه.
د سړکونو خرابوالی او نورې ستونزې د مرستو رسولو مخه نیولې ده.