د امریکا یوې جنګي الوتکې سقوط وکړ
Jan 08, 2024 03:58 Asia/Kabul
د امریکا په سویلي ډکوټا ایالت کې یوې جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د ترکیې ټي آر ټي پښتو د خبر له مخې؛ د ایلسورت هوايي ځواکونو د هډې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هوايي ځواکونو اړوند یوې بي ۱ بي «B-1B لانسر» جنګي الوتکې د کیناستو پر مهال سقوط کړی دی.
دا پېښه په ځايي وخت د ماښام په ۵ بجو او ۵۰ دقیقو رامنځته شوې ده.
په الوتکه کې ۴ تنو پرسونل شتون درلود، خو هېچا پکې ژوند د لاسه نه دی ورکړی.
د الوتکې د سقوط لامل معلوم نه دی او په اړه يي څېړنې پيل شوي دي.
ټیګونه