Jan 22, 2024 11:13 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران راډیو قدرمنو مینه والو او د ویب سایټ لوستونکو السلام علیکم! د تهران او د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه، مقالې او تبصرې درته وړاندې کړو

د تهران ورځپانو په سر کښې به «عصرِ توسعه» ورځپاڼه راواخلو چې په خپل اول مخ یې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر له قوله په غټو ټکیو لیکلي دي: امریکا او لویدیځ هیوادونه د ټرور اصلي سرچینې دي.

ورځپاڼه لیکي چې  آیــت الله ســید ابراهیــم رئیسـي پرون د بوکینافاسو د نوي سفیر محمد کابوره څخه د باورلیک ترلاسه کولو په دستورو کښې د واړو هیوادونو اړیکې مخ په ودې وبللې او ویې ویل: امریکا او ځیني لویدیځ هیوادونه او صهیونیسټي رژيم چې له ترهګرۍ سره د مبارزې ترټولو زیاته ادعا هم کوي، د ټرور او د ترهګرو ډلو اصلي سرچینې دي، لکه څنګه چې نن سبا د امریکې او د ځینو لویدیځو هیوادونو په ملاتړ سره د صهیونیسټي رژيم د رسمي او حکومتي ترهګرۍ او جنایتونو کتونکي یوو.

په دغه ملاقات کښې د بورکینافاسو سفیر »محمـد کابـوره» هم له ایران سره د اړیکو پراخولو ته د خپل هیوادو د ګروهنې په څرګندولو سره هیله وښودله چې د خپل ماموریت په دوران کښې وتوانیږي په دې لړ کښې اغیزناک ګامونه پورته کړي.

هم دغې «عصرِ توسعه» ورځپاڼې د ملګرو ملتو له سرمنشي سره د ایران د ولسمشر د وړومبي مرستیال د کتنې د خبر له هکله د ښاغلي مخبر له قوله لیکلي دي: که د ملګرو ملتو د وټو حق نه وی نو په غزه کښې به دومره ډیر خلک په خاورو او وینو کښې نه لغړیدل.

»محمـد مخبـر« او »آنتونـی ګوتـرش« د ناپيئلي غورځنګ د سرمشرانو د غونډې ترڅنګ په خپلو کښې ملاقات کړی او د غزې د وروستیو پیښو په شمول یې د مهمو سیمه ایزو مسائلو په اړه خبرې اترې وکړې. د ایران د ولسمشر وړومبي مرستیال په دغې کتنې کښې په دې خبرې سره چې دا څه چې نن سبا په غزه کښې د دغې سیمې په مظلومو خلکو تیریږي، د نړۍ د ټولو پتمنو انسانانو او ویښو ضمیرونو د ځوریدو لامل شوي دي، زیاته کړه: په غیرپوځي او د استوګنې په سمو باندې بوږنونکې بمبارۍ، د زرګونو بیګناه ښځو او ماشومانو وژل او له هغه وروسته د دغې سیمې ته د هر ډول مرسته رسونې مخنیوی، داسې جنایت دی چې تراوسه یې مخینه نه ده لرلې.

ښاغلي مخبر په دوام کښې، په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په وړاندې د ملګرو ملتو د سرمنشي له دریځونو په قدرونې سره، د صهیونیسټانو د جنایتونو د نه بندیدو په بڼه کښې د جنګ د لمنې له پراخیدو د سیمې د هیوادونو جدي اندیښنې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: دغه ترخې او خواشینونکې پيښې د نړۍ د ولسونو د احساساتو د خوږمنیدو سبب شوې دي او نن له نړیوالو ټولنو دا تمه کیږي چې په غزه کښې د جنایتونو د مخنیوي لپاره فعال ګډون او اغیزناک رول ولري.

د ایران د ولسمشر وړومبي مرستیال په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې غاصب صهیونیسټي رژيم د ملګرو ملتو د ټولو سرمنشیانو په ګواهۍ، د هیڅ کوم نړیوال قانون او معاهدې په تیره بیا د ښارګي جوړونې د بندولو په تړون پابند نه دی پاتې شوی، زیاته کړه چې په دې وجه د ایران اسلامي جمهوریت «دوه حکومتي» حل، د فلسطین د مسئله حل لاره نه ګڼي بلکې باوري دی، بې له دې چې نور د دغه ولس لپاره فیصله کول وغواړي، د خپل برخلیک د حق د ټاکلو لپاره د فلسطین د ټولو خلکو رایو ته رجوع وشي او دا د دغې مسئلې یوازنۍ ډیموکراټیکه حل لاره ده.

په دغې کتنې کښې د ملګرو ملتو سرمنشي هم د غزې روان حالات ډیر غمجنونکي او ډراماټیک وبلل او په دې خبرې سره چې د دغې سیمې کړکیچن حالات د ویجاړي د اندازې او د ملکي وګړو د وژلې د شمیر له نظره، په ملګرو ملتو کښې د ده د مسئولیت د دوران د تیرو ټولو کړکیچونو په پرتله بې مخینې دي، زیاته کړه:

مونږ تر خپله وسه کوشش کوو چې د غزې خلکو ته انساني مرستې ورسوو خو په خواشینۍ سره پرله پسې بمبارۍ، دغې سیمې ته د مرستې رسونې د بهیر اصلي خنډ دی.

ګوترش په دوام کښې په لویدیځې غاړې کښې د ښارګي جوړونې په پراختیا کښې د اسرائیلو د اقدام په غندلو سره وویل: ډیر خلک په دې باور دي چې اسرائیل په غزې تړانګې باندې د تسلط او ولکې په لټه کښې دی، حال دا چې زمونږ په عقیده، هغوي په ټولې لویدیځې غاړې باندې د بشپړې ولکې او له خپل کور کهوله د دغې سیمې د اوسیدونکو د غیرقانوني ایستنې په تکل کښې دي چې د دغه پلان عملي کیدل به د یو نه ختمیدونکي کړکیچ او په فلسطیني ټاټوبي کښې به د جنګ د زیاتیدواو د دائمي نښتو لامل شي.

*/*/*/*/*/*

له تهرانه چاپیدونکې جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا په خپل وړومبي مخ په هسپانیا کښې د غزې له خلکو په ملاتړ او د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په غندنه کښې د خلکو د پراخو مظاهرو یو انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي چې د بارسلونا په شمول د هسپانیا په ۱۰۰ ښارونو کښې دغه ډول مظاهرې ترسره شوې او خلک سړکونو ته راووتل.

همداشان په ټوله اروپا کښې د غزې له خلکو په ملاتړ کښې پراخې مظاهرې روانې دي.

د جمهوري اسلامي په ځینو نورو سرټکیو کښې لولو چې د صهیونزم د نړیوال سازمان د سروی له مخې، ۸۰ فیصده صهیونیسټان، نیواکي فلسطین ته ستنیدو ته تیار نه دي.

اخوا اسرائیلي رسنیو لیکلي چې نتانیاهو یو ماته خوړلی وزیراعظم دی.

ورځپاڼې د ملګرو ملتو د سرمنشي انتونیو ګوترش خبره هم راخیستې چې وايي: اسرائیلو په غزه کښې د ملګرو ملتو ۱۵۰ کارکوونکي وژلي دي.

له بلې خوا د ایران د کورنیو چارو د وزیر امنیتي مرستیال ویلي دي چې د کرمان له پیښې وروسته ۱۰ ترهګر ټیمونه نیول شوي دي.

او د اقتصاد وزارت خبر ورکړی چې FATF له خپل تور لیسټه د ایران د نوم له ایستلو سره موافقه کړې ده.

*/*/*/*/

بهرنۍ ورځپاڼې

هندۍ ورځپاڼې ایکانومیک ټایمز په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان پر اقتصادي رکود لیکنه خپره کړې چې د افغانستان د اقتصاد د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره په هرو ۱۴ ورځو کې دغه هېواد ته ۸۰ ملیون امریکايي ډالره لېږل کېږي.

ایکانومیک ټایمز د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار تازه راپور ته اشاره کړې چې په کې ویل شوي، په وروستیو درېیو میاشتو کې په بېلابېلو پړاوونو کې افغانستان ته په ملیونونو ډالره لېږدول شوي دی.

د سیګار په معلوماتو کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما په حواله ویل شوي چې په هرو لسو یا څوارلسو ورځو کې افغانستان ته ۸۰ ملیون امریکايي ډالره لېږدول شوي او دا پیسې په یوه خصوصي بانک کې د ملګرو ملتونو په حسابونو کې ساتل کېږي، دغه پیسې د افغانستان بانک یا هم طالبانو ته نه دي سپارل شوي.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې په افغانستان کې د اقتصادي رکود له کبله خلک له ډول- ډول بشري ستونزو سره مخامخ دي.

د هند ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) یوه څېړنیز راپور ته هم اشاره کړې چې ویلي یې دي، ۶۹ فیصده افغانان د خپلو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي منابع نه لري.

د ورځپاڼې په لیکنه، په افغانستان کې بشري وضعیت وروسته له هغې لا خراب شو چې څه کم دوه نیم کاله مخکې تېر جمهوري نظام نسکور او طالبان بیا واک ته ورسېدل.

*/*/*/*

د نړۍ ګڼو معتبرو ورځپاڼو او خپرونو د افغانستان په شمال کې د یوې روسۍ الوتکې د نسکورېدو پر پېښه لیکنې او تبصرې خپرې کړي چې مخکې یې په اړه ډول- ډول ادعاوې شوې وې.

په لومړیو کې رسنیو راپور ورکړی و چې په بدخشان کې نسکوره شوې الوتکه هندۍ ده، خو د هند د هوايي چلن ادارې دا معلومات ناسم بللي دي.

برېتانوۍ ورځپاڼې انډپنډنټ په دې باب په یوه مقاله کې ویلي، په دې روسۍ الوتکه کې ۶ کسان وو چې د رادار له دستګاه له ورک کېدو وروسته د بدخشان په غرنۍ سیمه کې نسکوره شوه.

په دغو شپږو کسانو کې څلور تنه یې د الوتکې عمله او دوه نور یې مسافر وو.

ورځپاڼې د روسیې د هوايي چلن د یوې څارونکې ادارې په وینا ویلي، دغه الوتکه په یوه امبولانس الوتنه، د ټایلنډ له پتایا څخه روانه شوې وه، په هند کې له تم کېدو وروسته د ازبکستان له لارې د مسکو ژوکوفسکي نړیوال هوايي ډګر ته پر لار وه.

د انډپنډنټ په لیکنه، روسي چارواکو ویلي چې د رادار له پردې د دې الوتکې له ورکاوي وروسته تماسونه ورسره پرې شول او دغه الوتکه د اتلتیک ګروپ LLC او یوه شخص مربوط وه.

د ورځپاڼې په لیکنه، د روسیې د هوايي چلن ادارې اعلان، د بدخشان لپاره د طالبانو د چارواکو له څرګندونو سره په ټکر کې دی، چې دغه الوتکه یې د هند بللې وه.

د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس، ذبیح الله امیري ویلي چې دغه الوتکه زېباک ولسوالۍ ته نږدې د شنبې ناوخته نسکوره شوې ده.

هندي چارواکو ویلي چې دا فالکون ۱۰ ډوله الوتکه یو هوايي امبولانس و چې له ټایلنډ څخه مسکو ته روانه وه، خو د هند پر ګایا هوايي ډګر هم د څه وخت لپاره تم شوې وه.

په مقاله کې راغلي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته نړیوال هوايي شرکتونه تر ډېره د افغانستان پر فضا له الوتنو ډډه کوي.

*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه